04/05/2026
په خوب کې سبحان الله والحمدلله مبارکه کلمه لیدل. !
سوال او پوښتنه !
که یو څوک په خوب کې سبحان الله والحمدلله مبارکه کلمه ولیدله نو د دې شرعي او فقهي تعبیر څه دی ؟
الجواب بعون الوهاب
د دې خوب تعبیر د ستونزو حل کېدل له غمونو څخه خلاصون د رزق برکت او د الله تعالی په نزد د بندګۍ د مقام لوړوالی دی دا یو ډېر مبارک او بختور خوب دی
الله تعالی په سورة ابراهیم کې فرمایي لئن شکرتم لازیدنکم په خوب کې د الحمدلله لیدل د همدې قرآني اصل پر بنسټ د نعمتونو د زیاتوالي او د شکر د مقام نښه ده
او په حدیث شریف کې راغلي دي چې سبحان الله او الحمدلله کلمې د میزان تله ډکوي نو په خوب کې یې لیدل د خوب لیدونکي د نېکو عملونو د قبلېدو او د هغه د معنوي درجې د لوړوالي دلیل دی
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه به فرمایل چې د الله تعالی ذکر په هر حال کې خیر دی او په خوب کې د دغو کلمو لیدل د زړه د رڼا او د خاتمې د خیر نښه ده .
امام ابن سیرین په خپل کتاب منتخب الکلام في تفسیر الاحلام کې ذکر کوي چې که څوک په خوب کې سبحان الله وایي یا یې ویني نو هغه به له غمونو او پورونو څخه خلاص شي او د الحمدلله لیدل د مرتبې د لوړوالي او د دین د استقامت نښه ده
معاصر علماء وایي چې په اوسني وخت کې د داسې کلمو لیدل د بنده او د هغه د خالق ترمنځ د قوي تعلق نښه ده او دا چې بنده ته د الله تعالی له طرفه د استقامت زېری ورکول کیږي
مشوره !
تاسو ته پکار ده چې په خپل ژوند کې د دغو کلمو ورد جاري وساتئ او د الله تعالی په نعمتونو شکر ادا کړئ ځکه دا خوب ستاسو د دنیا او اخرت د سعادت کلي ده .
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
يادونه!
کمینټ باندې مشوره تنقيد تجويز باندې زما رهنمايي وکړي.
که مکمل مو وه لوسته يو څه کمینټ کی وليکه اګر چه يو حرف وي . چه نور سوالونه جوابونه او علمي مقالې او ليکني در وه رسيږي.مفتی خالدمنصور هډه وال صاحب