Business Learning تجارت زده کړه

Business Learning   تجارت زده کړه Trade

په کاروبار کې شوق او علاقمندي ډيره مهمه ده ،که ته يو کاروبار کوې خو شوق او علاقمندي ورسره نه لرې نو دا کار به هېڅکله ښه ...
15/02/2026

په کاروبار کې شوق او علاقمندي ډيره مهمه ده ،که ته يو کاروبار کوې خو شوق او علاقمندي ورسره نه لرې نو دا کار به هېڅکله ښه نتجه ورنکړي.
او د کاروبار د کاميابۍ اندازه هم ستا د شوق په اندازې پورې اړه لري،يعنې هر څومره چې ستا شوق او علاقمندي زياته وي په همغه اندازه به ستا د کار کاميابي هم زياته وي.
پدې هکله به يو عملي مثال درکړم
نن د کونړ ولايت د پېج درې ولسوالۍ اړوند د مرسل خصوصي ښوونځي افتتاحیه مراسمو ته دعوت شوی وم ،ددې ښوونځي مدير ښاغلی کليوال صيب په علم او تعلیم باندې مين شخص دی،هغه د وطن د ماشومانو لپاره د معياري تعليمي ادارې ارمانجن وو،رامنځته يي کړه او نن ددغې تعليمي ادارې افتتاح وه.
د افتتاح مراسم ساده وو،خو کله چې مراسم خلاص شول والدينو ډير ماشومان د داخلې لپاره راوستي وو،تقريبا تر دېرشو پورې ماشومانو په لومړۍ ورځ داخله وکړه ، چې دا شمېره له توقع څخه لوړه وه.
مدير صاحب راته وویل: ما فکر کاوه چې پنځه يا شپږ تنه به داخله وکړي خو الحمدلله زما له توقع زياتو زده کوونکو داخله وکړه.
ما ورته وويل دا ستا د شوق او علاقمندي نتجه ده.
نتجه:- ته چې خپل کاروبار ته په کوم نظر ګورې نور خلک هم ورته په همغه نظر ګوري

!! ژوند او ازموینه !!الله هېڅکله دا ژمنه نه ده کړې چې ژوند به اسانه وي.قرآن بیا بیا دا ویلي چې ژوند ازموینه ده.د اسانتیا...
13/02/2026

!! ژوند او ازموینه !!
الله هېڅکله دا ژمنه نه ده کړې چې ژوند به اسانه وي.
قرآن بیا بیا دا ویلي چې ژوند ازموینه ده.
د اسانتیا وعده نه ده…
د لارښوونې وعده ده.
د سکون وعده نه ده…
د صبر او اجر وعده ده.
دا دنیا د ارام ځای نه دی، بلکې د امتحان ډګر دی.
کله چې میدان ته راووځئ، شور به وي، سپي به غاپي، خلک به په دوه مخونو کې درته راښکاره شي.
ځینې به ستاسې د کمزورۍ په تمه ناست وي.

رزق به تنګ شي، سیالي به سخته وي.
زړونه به مات شي، او ځینې دعاوې به داسې وي چې ځواب به یې ستاسې د خوښې مطابق نه وي.
دا څه غیرمعمولي نه دي… همدا عادي حالت دی.
غلطی موږ دا کوو چې له دنیا هغه تمه لرو چې الله د آخرت لپاره ایښې ده.
موږ غواړو دلته انصاف وشي،
دلته رښتیا بریالي شي،
دلته مخلص خلک کامیاب شي،
او منافقان رسوا شي.
خو ډېری وخت برعکس پېښېږي.
ناپوهان په لوړو څوکیو کې وي،
منافقان کامیاب ښکاري،
چالاک خلک مخکې ځي،
او ساده خلک شاته پاتې کېږي.
نو په زړه کې پوښتنه راولاړېږي: دا کوم نظام دی؟
اصلي خبره دا ده: دا د جزا نظام نه دی… دا د ازموینې نظام دی.
دلته پایلې نه ورکول کېږي، دلته شخصیت جوړېږي.
دلته بشپړ انصاف نه کېږي، دلته صبر ازمویل کېږي.
الله دا نه ګوري چې څوک څومره مخکې ولاړ،
الله دا ګوري چې څوک څومره په سمه لاره ولاړ.
ستا مخې ته به تل دوې لارې وي:
اسانه خو ناسمه… یا سخته خو سمه.
ژوند اسانه کول دا نه دي چې ستونزې ختمې شي.
ژوند اسانه کول دا دي چې خپل کردار دومره قوي کړې چې ستونزې دې ونه شي کولای چې مات د کړي.
خلک به غاپي — ته خپله لاره مه پرېږده.
خلک به دوه مخي وښيي — ته خپل مخ مه بدلوه.
درندې به په کمین کې وي — ته خپل ضمیر مه پلوره.
رزق به کم وي — ته حرام ته مه ورځه.
دعاوې به قبولې نه ښکاري — ته دعا مه پرېږده.
ځکه دا هر څه موقتي دي.
او یوه ورځ به خامخا راځي، هغه ورځ چې وعده شوې ده: حساب.
هغه ورځ چې نه څوکۍ کار درکوي، نه چالاکي، نه منافقت، نه زور.
هلته به یوازې کردار وړاندې کېږي.
هلته به دا نه پوښتل کېږي چې څومره کامیاب وې،
هلته به دا پوښتل کېږي چې څومره رښتینی وې.
ژوند اسانه نه دی.
خو ته کولای شې ځان داسې جوړ کړې چې ژوند درته سخت ونه ښکاري.
همدا اصلي کامیابي ده.

کاپي

د بېرې خالص شات (عسل) اول کاټ 700افغانۍدوهم کاټ 950افغانۍدريم کاټ 1100افغانۍپه کونړ کې ستاسو تر ادرسه در رسوو په ننګرهار...
19/12/2025

د بېرې خالص شات (عسل)
اول کاټ 700افغانۍ
دوهم کاټ 950افغانۍ
دريم کاټ 1100افغانۍ
په کونړ کې ستاسو تر ادرسه در رسوو
په ننګرهار کې زموږ ادرس
جلال اباد ښار پښتونستان واټ سعادت خالص شات پلورنځی
واتس آپ #0765452449 #

په کاروبار کې هره مالي ستونزه ددې ښکارندوی کوي چې زموږ د کاروبار سیستم اصلاح ته اړتیا لري، نه دا چې موږ بې‌وسه یو، نه دا...
17/12/2025

په کاروبار کې هره مالي ستونزه ددې ښکارندوی کوي چې زموږ د کاروبار سیستم اصلاح ته اړتیا لري، نه دا چې موږ بې‌وسه یو، نه دا چې بازار خراب دی، او نه دا چې قسمت له موږ سره یاری نه کوي. ډېری خلک کله چې له مالي فشار سره مخ شي، نو سمدستي د قرض اخیستو اخیستو کوشش کوي تر څو مالی فشار یې کم شي، خو حقیقت دا دی چې په قرض اخیستو سره زموږ مالی فشار نشي کمیدای تر هغه وخته چې مالی نظم او سیستم مو سم نه وي، زیاتې پیسې او عاید هم زموږ ستونزه نشي حل کولی، بلکې ستونزه لا نوره هم غټوي. تاسو به دې ډیرو خلکو له خولې دا خبره اوریدلی وي چې زموږ عاید مخکې لس رزه افغانۍ وه خو دې کور ګوزاره پرې کیده خو اوس هره میاشت 20 زره افغانۍ عاید لرو او میاشتې په اخر کې قرضداره هم یو دا هغه حالت دی چې مالی نظم شتون نلري دلته مالی مدیریت نشته دلته کنټرول نشته ځکه مخکې په لس زره ګوزاره کیده خو اوس په شلو زرو عاید کې هم باقی یو. په نړۍ کې ډېر داسې کاروبارونه و چې عاید یې لوړ و، خو ځکه ناکام شول چې پیسې یې بې‌نظمه مصرف کېدې او هېڅ واضح سیستم یې نه درلود.
کله چې یو کاروبار ښه عاید لري، خو مالک یې نه پوهېږي چې دا پیسې له کومه راځي او چېرته ځي، نو دا مالي ستونزه نه ده، دا د مدیریت نشتون ستونزه ده. کوم عاید چې راځي ، باید یو مسیر ولري، یو پلان ولري، او یو هدف ولري. که پیسې بې‌هدفه راشي او بې‌هدفه مصرف شي، نو نتیجه یې دا وي چې ته شپه او ورځ کار کوې، ځان ستړی کوي نه پیسې سپما کولی شې او نه دې کاروبار پرمختګ کوي ، دا هغه حالت دی چې سړی ناامیده کیږي ځکه ځان ستړی کړې خولې تویوې خو نتیجه یې هم دا وي چې ټول عاید د ورځې په پای کې په مصرف رسیږي.
که لږ هم سیستم او نظم ولرو کومې پیسې چې کنټرلوو، هماغه پیسې وده هم کوي،که ته خپل عاید نه لیکې، خپل مصرف نه ثبتوې، او خپله ګټه نه جلا کوې، نو ته په پټو سترګو کاروبار پرمخ وړ چې د پټو سترګو تګ نتیجه تاسو ته خپله معلومیږي.په داسې حالت کې ته فکر کوې چې ستونزه د عایدو کموالی دی، حال دا چې اصلي ستونزه د نظم نشتوالی دی. ما په تیره ویډیو کې هم ویلي وه چې پیسې د اوبو مثال لري، که لاره ورته جوړه نه کړو، هرې خوا ته بهیږي.
ډېری خلک یوه لویه تېروتنه کوي چې د کاروبار ټولې پیسې د خپل شخصي ژوند له پیسو سره ګډوي. له هماغه حسابه د کور مصرف هم کوي، پر کاروبار یې هم مصرفوي، او بیا د میاشتې په اخر کې حیران پاتې وي چې ولې هېڅ پیسې نه پاتې کېږي. دا حیرانتیا تصادفي نه ده، دا د غلط سیستم نتیجه ده. ګټه هغه نه ده چې په اخر کې چې کومې پیسې پاتې شي نو هغه به ګټه وبولو، ګټه باید له پیل څخه پلان شي، جلا شي، او وساتل شي. که ته د ګټې لپاره سیستم ونه لرې، نو هر څومره چې عاید زیاتیږي، نو په همغه اندازه به مصرف هم زیاتیږي.
بریالي کاروباريان له عادي خلکو سره یو لوی فرق دا لري، چې دوی پر احساساتو نه، بلکې پر سیستم باور لري. دوی دا نه وايي چې زه به نور هم سخت کار وکړم، بلکې دا وايي چې زه به داسې سیستم جوړ کړم چې زما پر ځای کار وکړي.او زما په نشتون کې به هم روان واوسي.
حل لاره دا نه دی چې ځان ملامت کړې، حل لاره دا نه دی چې ناامیده شې، بلڪې حل لاره دا دی چې خپل کاروبار ته یو سیستم او چوکاټ جوړ کړو، له چوکاټ او سیستم څخه بهر نشو څه چې په سیستم کې پلان شوي وی باید د پلان مطابق مخته لاړ شو.
که موږ نن دا خبرې درک او عملی کړو، نو باور وکړئ چې تاسې به له ډېرو خلکو مخکې شئ ، ځکه بدلون له همدې ځایه پیلېږي، له همدې پوهاوي، او له همدې پرېکړې چې نور به په بې‌نظمۍ سره خپل کاروبار پر مخ نه وړو. په کاروبار کې هره مالي ستونزه ددې ښکارندوی کوي چې زموږ د کاروبار سیستم اصلاح ته اړتیا لري.
کاپي

15/12/2025

سعد خان

ستاسو د مغزو په يوه څنډه کې د برياليتوب داسې خاموش زړي پراته دي ، چې که يي وښوروئ او د عمل جامه ور واغوندۍ، د برياليتوب ...
14/12/2025

ستاسو د مغزو په يوه څنډه کې د برياليتوب داسې خاموش زړي پراته دي ، چې که يي وښوروئ او د عمل جامه ور واغوندۍ، د برياليتوب هغه پوړيو ته به مو ورسوي چې کله يي هم فکر نشۍ کولاې

هم دوا هم غذا! دا چې ژمی دی ماشومان او کورنۍ مو د مختلفو ناروغیو پر وړاندې کمزوري کيږي بالخصوص د ژمي د موسمي ناروغیو پر ...
13/12/2025

هم دوا هم غذا!
دا چې ژمی دی ماشومان او کورنۍ مو د مختلفو ناروغیو پر وړاندې کمزوري کيږي بالخصوص د ژمي د موسمي ناروغیو پر وړاندې
نو شات(عسل) په خوراک کې حتما اضافه کړئ شات(عسل) چې د مختلفو ویټامينونو لرونکې دي نه يوازې دا چې ستاسو ماشومان او کورنۍ د ناروغیو پر وړاندې مقاوم کوي بلکه شات(عسل) خپله د زياتره ناروغيو علاج دی
#0765452449 واتس آپ

13/12/2025

مالي نظم او احتياط د شتمنۍ لومړی ګام دی

12/12/2025

هر انسان د خپل موجوده حالت مسؤل دی

زيات خلک په دې نه پوهيږي چې په هره ناکامۍ کې د هغې معادل برياليتوب نغښتی دی
12/12/2025

زيات خلک په دې نه پوهيږي چې په هره ناکامۍ کې د هغې معادل برياليتوب نغښتی دی

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Business Learning تجارت زده کړه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category