نوي نړۍ new world

نوي نړۍ new world د نړۍ له نوښتونو، نوی ټکنالوژی پرمختګونو او د اسلامی معلوماتو دلته خبر شې
#نوی نړۍ دپر مختګ لپاره نوی ګام

17/11/2024
14/11/2024

قرآني پیغامونه!
فَصَبْرٌ جَمِيلٌ..(سُوۡرَةُ یُوسُف:18)
ژباړه: نو (زما دې) ښه صبر وي.
*۱۶ پیغام:* 📑
صبر کوه!
خپل قرآن سره اوسه او په خپل لمانځه پابندي کوه، د خپل غم او درد اجر له اللّٰه نه غواړه، ځکه دا یوازې د اللّٰه په امر راغلی او دنیا یو ازمایښت دی، چې آخر به هم تېر شي او د تېریدو یو پل دی چې پای به هم ترې تېر شو، خو په دې باوري اوسه؛ چې موږ به یوه ورځ جنت کې د ونې *سيوری ته ناست یو او د دنیا په دې ټولو کیسو به خندا کوو!*

سویزرلینډ څنګه سویس شو؟په ۱۹۵۸ کال کې کله چې د سویس په اساسي قانون کې د ټولنیز عدالت پر تعدیل غور روان و، د دغه هېواد د ...
14/11/2024

سویزرلینډ څنګه سویس شو؟

په ۱۹۵۸ کال کې کله چې د سویس په اساسي قانون کې د ټولنیز عدالت پر تعدیل غور روان و، د دغه هېواد د اساسي قانون د مجلس مشر په یوه رسټورانټ کې د یوې پېښې شاهد و چې د څېړنو لاره یې بدله کړه او نن ورځ سویس په نړۍ کې د خپل ملت لپاره ترټولو غوره ټولنیز عدالت پلي کوونکی دی.
هغه وايي: "زه په یوه رسټورانټ کې وم او مې ولیدل چې زما په څنګ کې یو سړی د خپلو دوو کوچنیو هلکانو لپاره سانڈویچ اخیستی. هغه یې پر میز کېښود او یو ته یې وویل: دوه نیمه یې کړه! او دوهم ته یې وویل: ته يې یوه برخه غوره کړه!

د دې سړي د روزنې او عدالت له طریقې هیښ او هک حیران شوم! دا، که لومړی په قصدي ډول به په نامساوي برخې يې ويشلي وای، دوهم حق درلود چې غوره یې کړي!

○ زه پوه شوم چې د پلار رول د "قانون" په څیر دی، لومړی زوی "دولت" او دوهم زوی "ملت" دی. او تر نن ورځې پورې، دا تجربه د سویس په ټولو برخو کې غالبه ده

13/11/2024

@

مطالعه څنګه وکړم ؟-دماغو ته درد ورکړه، سر درد وزغمه.-په کرښو يوازې نظر مه تېروه، ذهن ته يې ښکته کوه.-د ناول پر ځای تاريخ...
12/11/2024

مطالعه څنګه وکړم ؟
-دماغو ته درد ورکړه، سر درد وزغمه.
-په کرښو يوازې نظر مه تېروه، ذهن ته يې ښکته کوه.
-د ناول پر ځای تاريخ لوله.
-د خپلې مطالعې محصول وليکه .
-ځانته موضوع انتخاب کړه او په يوه موضوع د ډېرو کتابونو د موضوع اړوند مخصوصې برخې ولوله، ضروري نه ده چې يو کتاب له پيله تر پايه ولوستل شي.
-لږه مطالعه وکړه خو روزانه يي وکړه، پيل له نيمي پاڼې وکړه او روزانه نيمه نيمه پاڼه زياته لوله .
-د خوند پر اساس مطالعه مه کوه؛ د مسؤليت پر اساس مطالعه وکړه .
-ځان لپاره مطالعه وکړه، خلکو ته ښودنې لپاره مطالعه مه کوه .
-زړه تنګون کې مطالعه مه کوه بلکه پياده مزل کوه.

10/11/2024

اللهﷻ په لاندینیو شیانو کې لویه شِفاء ایښې ده!

1 : په قرآن شریف کې شِفاء ده.
2 : په صدقه کي شِفاء ده.
3 : د زمزم په اوبو کې شِفاء ده.
4 : په عسلو کې شِفاء ده.
5 : په سورة فاتحه کې شِفاء ده.
6 : په صلهٔ رحمي کې شِفاء ده.
8 : په سفر کې شِفاء ده.

په یو حدیث کې راځي چې حج کوه ، مالداره به شی ، سفر کوه صحت به دي ښه شي یعني د آب او هوا بدلېدل اکثر د صحت سبب کېږي او ډېر زیات ددې تجربه شوي ده.

10/11/2024

Jawed Sadatد هيواد آبادې
‏د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه او د سربند چارې یې بیا ۶۴ سلنه پرمخ تللي دی!!!

د لوهګاد ماڼۍ!دا ماڼۍ د هند په "پونې" کې موقعیت لري .او په نړیواله کچه تاریخي شهرت لري .په "1648" کال دغه ماڼۍ د شېوا جي...
10/11/2024

د لوهګاد ماڼۍ!
دا ماڼۍ د هند په "پونې" کې موقعیت لري .
او په نړیواله کچه تاریخي شهرت لري .
په "1648" کال دغه ماڼۍ د شېوا جي مهاراج تر واک لاندې وه چې بیا د مغلو لاس ته په "1665" کال ولوېده .
خو د داخلي اختلافاتو له وجې شېوا جي مهاراج دغه ماڼۍ په 1675 ز کال بیرته له مغلو ونیوله او د خپلې خزانې د ساتلو لپاره یې کاروله .
دغه ماڼۍ " 900" کاله وړاندې راجا بوج جوړه کړې وه چې په مختلفو دورو کې د مختلفو حاکمانو لخوا اداره کیدله .
ډېره ځواکمنه ماڼۍ ده او که وکتل شي نو په عجیبه ډؤل یې جوړه کړې ده .
ځو انځورونه یې په کمینټونو کې درته ږدم مو کتل .🙏❤❤


10/11/2024

د نارينه لپاره بد عمل:
امام مالك رحمه الله ویلي: د نارينه لپاره دا ډيره بده ده چې خپله ولاړ شي ښه ښه خوراکونه وخوري؛ خپله ميرمن او بچیان محرومه پریږدي (په هغوی یې ونه خوري).
(عمدة القاري جـ۱۱ صـ۱۹۸).

Address

Kabul Daraz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نوي نړۍ new world posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category