Waheed sargand

Waheed sargand هڅه باور او صبر د بریا رازونه دی

18/11/2025

🌟 *ستاسو د وخت اهمیت*
په ژوند کې وخت تر ټولو قیمتي سرمایه ده چې هیڅکله بیرته نه راګرځي.
هره ورځ یو فرصت دی چې ځان ته او نورو ته ښه والی راوړو.
نو خپل وخت مه ضایع کوه، نن یی پیل کړه!

18/11/2025

🧠 . دانسانی دماغ حیرانوونکې ده
انسانی دماغ له 80٪ اوبو جوړ شوی او هره ورځ له 6000 زیات فکرونه کوي.
😮 نو ته اوس هم فکر کوې ته بېکاره یې؟

02/04/2025

څوک مو چې پوښتنه نه کوي، ته يې هم مه کوه، مينه ښه ده خو د ځان عزت ډير ښه

30/03/2025

درنو هيوادوالو، خويندو او وروڼو!
د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو له امله خپلې نيکې هيلې او د زړه له کومې مبارکۍ تاسو ټولو ته وړاندې کوم. الله تعالی مو ټول طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول کړه. هيله لرم چې د کوچني اختر بختورې ورځې له خپلو کورنيو او دوستانو سره په خوښۍ تيرې کړئ.

جالبه قیصه ده تاسي یي ولولئ ....... په ځیر سره یې ولوله... ویل کیږي په پخواني وخت کې: سپي ته وویل شول: "ته به د انسانانو...
05/08/2024

جالبه قیصه ده تاسي یي ولولئ .......
په ځیر سره یې ولوله... ویل کیږي په پخواني وخت کې:

سپي ته وویل شول: "ته به د انسانانو کورونه ساتې، او ته به د انسان غوره ملګری یې، ته به له هغه څه خورې چې انسان یې پرېږدي، او زه به تاته د ۳۰ کلونو ژوند درکړم..."
سپي وویل: "۳۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۱۵ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."

بیزو ته وویل شول: "ته به له یوه څانګې څخه بلې ته ټوپ وهې، او د نورو خندا لپاره به ټوکې کوې، او ته به ۲۰ کاله ژوند کوې."
بیزو وویل: "۲۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۱۰ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."

خرا ته وویل شول: "ته به له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوې او درنې بارونه به وړې، او ته به شولو خورې، او هیڅ هوښیاري به نه لرې، او ته به ۵۰ کاله ژوند کوې..."
خرا وویل: "زه به خره یم، خو ۵۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۲۰ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."

انسان ته وویل شول: "ته تر ټولو هوښیار مخلوق یې چې په ځمکه کې ژوند کوي، او ته به خپل هوښ استعمال کړې څو د نورو مخلوقاتو مشر شې، او ته به ښکلی ژوند ولرې چې ځمکه اباده کړې، او ته به ۲۰ کاله ژوند کوې!"
انسان وویل: "زه به انسان یم، خو یوازې ۲۰ کاله ډېر کم دي!! زه د هغو ۳۰ کلونو غوښتنه کوم چې خره نه غوښتل، او د هغو ۱۵ کلونو چې سپي نه غوښتل، او د هغو ۱۰ کلونو چې بیزو نه غوښتل... نو هغه یې ترلاسه کړل!"

له هماغه وخت راهیسې انسان ۲۰ کاله د انسان په توګه ژوند کوي... بیا واده کوي... ۳۰ کاله د خره په شان ژوند کوي... له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوي او بارونه وړې. بیا... کله چې بچیان لوی شي، ۱۵ کاله د سپي په شان ژوند کوي... کور ساتي، دروازې او برېښنا بندوي، او لږ خوراک کوي یا د خپلو بچیانو پاتې شوني خوراک کوي. بیا... کله چې زاړه شي او تقاعد واخلي، ۱۰ کاله د بیزو په شان ژوند کوي... له یوه کور څخه بل ته، له یوه زوی څخه بل ته یا له یوې لور څخه بلې ته، ټوکې کوي او کیسې بیانوي چې لمسیان او لمسۍ یې وخندوي!!

نو ولې لويي، ای د آدم زویه؟!

یونس علیه السلام او ماهيډاکټر زغلول نجار لیکلي دي: ما لسګونه کرته او لسګونه کلونه د یونس علیه السلام کیسه لوستله خو د دو...
03/05/2024

یونس علیه السلام او ماهي
ډاکټر زغلول نجار لیکلي دي:
ما لسګونه کرته او لسګونه کلونه د یونس علیه السلام کیسه لوستله خو د دوو کلونو راپدیخوا دغه آیت راته معلوم شو چې الله تعالی فرمايي: { فَالْتَقَمَهُ الحُوتُ } نو د ځان سره مي وویل چې څنګه الله تعالی ویلي دی: { فَالْتَقَمَهُ الحُوتُ } ؟؟
د هغه وخت نه مي د ماهیانو د طبیعت څېړنه کوله بالاخره دي نتیجې ته ورسیدم چې یو قسم ماهیان دي چې هغه ته نیلي ماهیان ویل کېږي.
نو دغه نیلي ماهی ډېر غت حیوان دی چې الله پاک پیدا کړیدی، دغه ماهی فیل نه هم زیات غټ دی اوږدوالی يې امکان لري ۳۲ مترونو څخه زیات شي، او وزن يې امکان لري چې ۱۷۲ ټنو ته ورسېږي.
دغه حیوان د دغه غټوالي سره سره یوازي هغه میکروسکوبي نرم موجودات خوري چې هغو ته بلانکتون پړسیدلي موجودات وايي.
دغه ماهی غاښونه نلري خو ستري تابلوګاني «خرطوم» لري چې دغه موجودات پري ښکار کوي.
نو د خوراک خوړل يې پدي ډول وي: د خپلي خولي په واسطه د څو مکعبه مترونو په اندازه اوبه اخلي بیا پدې کې چې کوم پړسیدلي موجودات وي هغه نیسي بیا د اوبو د هغه بل لورې څخه خوله را وباسي، پدې معنی چې د دغو بلانکتونونو څخه یو هم ورڅخه نشي خلاصیدلای.
نو د یونس علیه السلام او ماهي کیسي په هکله باید ووایو چې دغه ماهی د دغه غټوالي او ستر خرطوم سره سره بغېر د دغو دقیقو موجوداتو نه نور نه تیروي، کله يې چې خولي ته غټ شي داخل شي نو هغه نه تیروي، له همدې کبله يې یونس علیه السلام په خوله کې د مړۍ یا ګولي په شان پاتي شو، له همدې کبله الله پاک فرمايي: { فَالْتَقَمَهُ الحُوتُ }
پدې معنی چې نه يې تیروي او نه يې ژوي ځکه چې غاښونه نلري؟
دارنګه دغه ماهی د اکسیجن تنفس کوي له همدې کبله دغه ماهی د اوبو د کچې څخه په هر پنځلسو دقیقو کې پورته کېږي.
د حیواناتو متخصصین وایي: د دغه ماهي ژبه دومره ده چې د یوه نه زیات انسانان پري دریدلای شي دا پداسې حال کې چې خوله يې بغېر د مشکل نه تړلي او بنده وي.
پدې معنی چې یونس علیه السلام پداسې شکل ناست وو لکه په یوه پراخه او کنډیشن لرونکي اتاق کې چې ناست وي.
همدا لامل دی چې الله پاک وویل: { فَالْتَقَمَهُ الحُوتُ } داسې ونه ویل چې تیر يې کړ یا هضم يې کړ.
دغه آیت مي سلګونه ځلو نه زیات لوستی دی خو وروسته د ډیر سوچ او فکر څخه يې په مقصد پوهه شوم له همدې کبله وایم:
څومره چې انسان په قرآن کریم کې سوچ او فکر کوي نو عجایب به ورته ښکاره کېږي، او په الله به يې یقین تینګېږي.
پدې مورد کې مي ښه فکر وکړ علمي مصادرو ته مي مراجعه وکوله د دې سربېره مي عهد قدیم «تورات» چې په انګلیسی ژبه لیکلی شوی وو مراجعه وکوله نو په هغه کې مي دا وموندل چې دوئ ویلي دي: He was swallowed by a big fish )) غټ ماهی تیر کړ.
البته کچېري تیر کړی وای نو د ژوولو په کړني سره به هلاک شوی وو.
پدې بنیاد «التقمه د ابتلعه» سره فرق لري، پدې معنی چې قرآني عبارت او دلالت ډېر دقیق دی.
بلکې دقت يې نهايې پړاو ته رسیدلی { فَالْتَقَمَهُ الحُوتُ } پدې معنی چې د لقمي «ګولي» په شان د ماهي په خوله کې پاتي شو نه هغه تیرولای شوای او نه يې په مستقیمه توګه ژوولای شوای، د دې څخه وروسته الله تعالی وايي: «{ وأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ }. یقطین يې ولي ذکر کړ؟
یقطین کدو ته وايي چې مختلف ډولونه لري او په نباتاتو کې د پاڼو حجم ډیر غټ دی، نو الله پاک څرګندوي او غواړي چې خپل بنده او نبي پټ کړي نو د کدو په ونه سره يې پټ کړ چې ددې پاڼو حجم ډیر غټ دی.
بیا مي د کدو د وني څېړنه شروع کړه نو په څېړنه کې لاندي پایلي ته ورسیدم:
د کدو سټي، خاښونه، پاڼي او میوه د ژوندیو حشرات ضد موادو څخه ډکه وي، نو په قرآن کریم کې هر حرف او هره کلمه ستر حکمت لري چې د قرآن ریښتنولي په ډاګه کوي، ما چې کله عهد قدیم «تورات» ته مراجعه وکړه نو هلته مي دا وموندل چې ویلي وو د انګورو وني پري سیوری غوړولی وو « He was shadowed by a vine tree ) » پداسې حال کې چې انګور د حشراتو نه ډک وي امکان نلري چې یونس علیه السلام د هغو په سیوري سره پټ شي، ځکه پاڼي وړي دي او ددې امکان هم نشته چې د یونس علیه السلام زخم پري تداوي شي، ځکه د حشراتو ضد ژوندي مواد نلري.
اللهم صل وسلم وبارک علی سیدنا محمد وعلی آله و صحبه أجمعین.

په یوه ښوونځي کې یوه ناپیژنده کس مدیر ته په مېز لیک غورځولی ؤ چې پکې لیکلي یې وو(شهیدوم دې)د ښوونځي مدیر پوره یوه هفته ل...
26/04/2024

په یوه ښوونځي کې یوه ناپیژنده کس مدیر ته په مېز لیک غورځولی ؤ چې پکې لیکلي یې وو(شهیدوم دې)
د ښوونځي مدیر پوره یوه هفته له کوره نه راوتلو. یوه ورځ بازار ته لاړو د زړې ښځې په شان یې ځان جوړ کړو، یو کارګر یې راوست او د اوسپینې دروازه یې کور ته پرې جوړه کړه.
چا به چې دروازه ور وټکوله، ده به ځواب نه ورکولو.
یوه بله ورځ په کور کې تنګ شو بازار ته لاړو، هلته یو شاګرد مخامخ پرې راغی یو ناڅاپه یې غیږه پرې را تاؤ کړه. دی یې سخت وډار کړو.
شاګرد ورته وویل چې مدیر صېب لیک د وۀ هم لوستو، خو ما ته د ځواب رانه کړ ولې؟
مدیر ورته ووې چې کوم لیک ؟
ده ور یاد کړو چې درته لیکلي مې ؤ چې شهادت نامې کله ورکوې.
پدې ځای کې مدیر غوسه شوی وو او شاګرد یې د بازار په منځ کې څو څپیړې کش کړی ؤ.
بس اوس توپک ګرځوي او خلکو ته ګواښونه کوي چې که چا املا غلطه ولیکله ولم یې....
دا پېښه په سعودي کې شوې وه.
زموږ په ټولنه کې هم ډېرې ستونزې د ناسم پوهاوي له کبله رامنځ ته کیږي. پکاره چې اول په خپله خبره مطمین شو.

اختریز پیغام!اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!د نیکمرغه کوچني اختر درارسیدو په مناسبت ،دنړۍ ټولو مسلمانانو ته او په ځانکړ...
09/04/2024

اختریز پیغام!
اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
د نیکمرغه کوچني اختر درارسیدو په مناسبت ،دنړۍ ټولو مسلمانانو ته او په ځانکړي ډول دافغانستان غیرتي او میړني ولس ته دکوچني اختر مبارکي وایم.
لمونځونه ،روژې ،تلاوتونه،نفلونه ،تراویح، ذکرونه، ذکاتونه او عبادت مو دالله (ج)په عظیم او سپیڅلي دربار کې قبول او منظور شه.
هره ورځ مو اختر شه او اختر مو بختور شه.

راتلونکي شنبه   شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ) لوستل یې ضروري دي"د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې ...
23/02/2024

راتلونکي شنبه شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ) لوستل یې ضروري دي"

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.

عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.

2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.

3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.

(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
دومره شير کړئ چى ټولو ملګرو ته ورسيګى مننه
که مو لوستلى کمينټ کى سبحان الله وليکى مننه
کافی

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Waheed sargand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category