Wafa Media

Wafa Media Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Wafa Media, Grocers, Kabul.

اویاکلنه ملګرتیالیکوال: ‌ډاکټر عبداللطیف نظري د نړیوالو اړیکو څېړنوال او د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیالمنبع:CGTNسریزهد ۲۰۲...
22/01/2025

اویاکلنه ملګرتیا

لیکوال: ‌ډاکټر عبداللطیف نظري د نړیوالو اړیکو څېړنوال او د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال
منبع:CGTN
سریزه
د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشت په شلمه نېټه د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایمه کالیزه پوره کېږي. له نن څخه اویا کاله د مخه د افغانستان او چین ولسي جمهوریت ترمنځ رسمي ډیپلوماټیکي اړیکې پېل شوې؛ خو د افغانانو او چینایانو د ملګرتیا تاریخ خورا زوړ او لرغونی دی.
که د تاریخ پاڼې په ځیر او دقت سره مطالعه کړو نو تر دوه زره کلونو وړاندې زمونږ او د چینایانو د پخې او خوږې دوستۍ څرک موندلی شو، د اریانا یا ننني افغانستان په ټولو دورو کې له چین سره کلتوري او سوداګریزې اړیکې وجود لري.
د "هان" کورنۍ سلسلي د امپراطورۍ دوره کې له میلاد مخکې دویمه زیږدیزه پېړۍ کې استازي او پیغامونه لېږل شوي او دې دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشې پاتې شوې او دوام یې موندلی دی. هغه استازی چې د "هان" امپراطور د کنېشکا دربار ته لېږلی و. د کوشانیانو د کورنۍ پاچا کنېشکا هم د متقابلو اړیکو د اصل له مخې خپل سفیر د "هان" امپراطورۍ دربار ته څو ځلې استولی دی.
د دې اړیکو شتون بله بېلګه له میلاد څخه ۱۲۸ کاله وړاندې د "هان" سلسلې امپراطورۍ په پېر کې لیدلی شو، یو استازی د "جانګ چيان" په نوم لرغوني افغانستان ته سفر کړی دی. همدارنګه په ۳۹۹ میلادي کال کې د بودیزم لوی او خورا مشهور راهب "فاشن" د ورېښمو په لار د جلال آباد او کابل تر منځ ورېښمین تنګي څخه په تېرېدو بامیانو ته تللی او د بوداګانو وطن په نوم یونلیک یې لیکلې دی.
په ۴۲۴ او ۴۵۲ میلادي کلونو ترمنځ د چین شمال "وی" امپراطورۍ کې د افغان او چینی سوداګرو ترمنځ سوداګریزو اړیکو او تګ راتګ تر بل هر وخت وده کړې وه، د شمال "وی" پلازمېنه "پینګ‌چن" د افغانانو مهم سوداګریز مرکز و، چې همدغه منطقه د اوسنی چین د شان‌سی ولایت داتونګ ښار مرکزی سیمې برخه ده، په ۷۰۹ میلادي کال کې د تانګ امپراطورۍ په وختونو کې د بودېزم بل مشهور راهب "هیون‌سان" د چین له خُتن، تاشقرغان څخه تېر او د افغانستان بدخشان، کندوز، بلخ، بامیانو او کابل کې له بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه کړې، په خپلو یاددښتونو کې یې د کاپیسا د انګورو او د بامیانو د مجسمو یادونې او ستاینې کړي دي.
د چین د تانګ امپراطورۍ سلسله کې افغانستان سره اړیکو تر بل هر وخت اوج موندلی، د دواړو هېوادونو مشرانو څوځلې د یو بل په نومونو د دوستۍ پیغامونه او ډالیو تبادلې کړې دي.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې په ۱۹۲۲ میلادي کال کې افغان دولت خپل استازی ښاغلی محمد شریف خان د چین په کاشغر کې د افغانستان د لوی قونسل په توګه مقرر کړی. د افغانستان پخواني ټولواک محمد ظاهر شاه په وخت کې دغو اړیکو پراختیا موندلې د ۱۹۴۴ میلادي کال د مارچ میاشتې په پنځمه نېټه د دواړه هېوادنو ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک شوی دی.
په ۱۹۵۰ میلادي کال کې افغانستان د هغه لومړنیو هېوادونو څخه و چې د چین ولسي جمهوریت یې په رسمیت وپېژانده او په دې اړه یې رسمي اعلامیه د جنورۍ په شمله خپره کړله، ورپسې په ۱۹۵۵ میلادي کال د جنورۍ په دیارلسمه سردار محمد نعیم خان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال د اندونیزیا د باندونګ په ښار کې د ناپېیلو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د چین ولسي جمهوریت له صدراعظم چوین لای سره د مستقیمو ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو اعلامیه خپره کړله او د یو بل هېوادونو کې دایمي لویو سفارتونه پرانیستل.

په نړیوال نظام کې د چین ځای ځایګی
چین یو تاریخي او لرغونی هېواد دی، دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې ډېرې سترې علمي لاسته راوړنې لري، لکه د لوري ښودونکې اله"قطب‌نما"، د باروتو کشف، د کاغذ جوړول او داسي نور، همدا راز چین په نړۍ کې د لرغوني او بډای مدنیت په لرلو سره د پام وړ هېواد دی، چین د نوښتونو زېږنځای او د پوهانو روزنځای ګڼل کېږي.
د نوي چین جوړېدو را په دې خوا د چین اقتصادی وده خورا په چټکۍ مخ په بره ګامونه اخلي، کوم چې اساس یې په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د ډنګ‌شیاوپېنګ په مشرۍ د چین د اصلاحاتو او "ورخلاصون نوښتګرې تګلارې" په پېل او عملي کولو سره اېښودل شوی دی.
له ډنګ‌ شیاو پېنګ وروسته د جیانګ زه مین، هو جین تائو او شي جین پینګ په حاکمیتونو کې د ور خلاصون تګلارې په مټ چين په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په تېره لسیزه کې په چین کې د کرښنې او ټکنالوژۍ په برخه یو ستر انقلاب او اوښتون رامنځ ته شوی دی.
د ور خلاصون نوښتګرې تګلارې وروسته د چين ځای ځایګی په نړیوال نظام کې اوچت او لوړ شوی دی، نننۍ چین په نړیوال سیاست، اقتصاد او امنیت کې خورا مهم او مثبت رول لوبوي د دغه هېواد یوه ستره ځانګړنه دا ده چې د نورو هېوادونو په کورني سیاست کې مداخله نکوي.
له فتحې وروسته د چین او افغانستان اړیکې
له ۱۹۵۵ کال راهیسی چې د افغانستان او چین ولسي جمهوریت ترمنځ رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې پېل شوې، تل د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اړیکې خورا دوستانه او مثبتې وې، چین هیڅکله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې منفی لاسوهنه نه ده کړې او تل یې افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او کمک کړی دی.
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې زمونږ ګران هېواد د بهرني نیواک څخه خلاص شو او د ا.ا.ا یو ځل بیا په افغانستان باندې واکمن شو د چین ولسي جمهوریت نه یواځې چې خپل سفارت په کابل کې پرانیستی وساته، بلکې د وخت په تېریدو سره یې افغانانو سره خپلې اړیکې لا پېاوړې کړې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې د چین لوی سفیر خپل باورلیک د رییس الوزرا درانه مقام ته وړاندې کړ او همداراز زمونږ د سفیر باور لیک هم د چین په پلازمېنه بېجينګ کې د دغه هېواد د ولس مشر لخوا ومنل شو.
په تېرو درې کلونو کې د چین او افغانستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي، د نوموړې هېواد استازي په ملګرو ملتونو کې تل د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون لپاره غږ اوچت کړې او همدارنګه یې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان په کورینو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wafa Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category