07/05/2026
سیفون څه شی دی؟
سیفون یو هایدرولیکي ساختمان دی، چې عموماً په هغه درو کې جوړیږي چې سور یې زیات او د ترناب جوړول ستونزمن یا غیر اقتصادي وي، بړوق یا سیفون جوړیږي.
سیفونونه له کانکرېتو، اوسپنیز کانکرېټو، لرګي او یا فولادو څخه جوړیږي. کانکریټي بړوقونه په دایروي مقطعو کې د (3-5m) متره سرکوب (ارتفاعي فشار) په لرلو سره،
اوسپنیز کانکریټي بړوقونه د (5-50m) متره او ځینې تر (60m) ارتفاعي فشار لري.
بړوقونه کولای شو په عرضي دایروي او عرضي مستطیلي مقطعو باندې جوړ کړو، مګر تر ټولو غوره مقطع یې دایروي مقطع ده چې کولای شي ټولې واردېدونکې قوې پخپل محیط باندې په مساوي ډول وویشي.
د سیفون ډولونه:
نظر ساختماني عناصرو ته سیفون په دری ډوله وی.
۱- صوف ډوله یا تونل ډوله سیفون
۲- منحنی الخط سیفون
۳- سرخلاصی سیفون
۱- صوف ډوله یا تونل ډوله سیفون
نوموړي بړوقونه د (3-5m) ارتفاعي فشار په لرلو سره جوړیږي. ددې ډول سیفون د خولې او خروجي برخې په داسې شکل سره جوړیږي چې رسوبي مواد په سیفون کې کښېناستلو او رسوب کولو ته پرې نږدي، او په دواړو خواوو کې دروازې ورکول کیږي، کله چې دروازې بندې شي جریان هم بندیږي او په همدې وخت کې کولای شو چې رسوبي مواد له سیفون څخه پاک کړو.”امین زی لیکدود“
۲- منحني الخط ډوله سیفون
کله چې ارتفاعي فشار له (5m) څخه زیات وي منحني الخط سیفون له دایروي یا مستطیلي مقطعې سره په نظر کې نیول کیږي.
په هغو درو کې چې عرض او ژوروالی یې زیات وي منحني الخط ډوله سیفون جوړیږي. ”امین زی لیکدود“
۳- سرخلاصی سیفون
هغه درې چې کم عرض او زیات ژوروالی لري او یا هم د مجرا ساحلونه قوي او سیمه د وچ اقلیم لرونکې وي له سرخلاص سیفون څخه ګټه اخلو. معمولآ سرخلاص سیفونونه له فولادو یا لرګي څخه جوړیږي، هغه سیفون چې له لرګیو څخه جوړیږی د تختو ضخامت یې (8-12cm) او اوږدوالی یې (4-6m) پورې وي او نوموړې تختې د فلزي پټو پواسطه سره کلکیږي. هغه تختې چې نوموړي سیفونونه ترې جوړيږي د کاج یا صنوبر له لرګي څخه چې سختوالی او کثافت یې زیات دی - جوړیږي.
Copy