15/08/2026
دا ویاړلې او تاریخي ورځ مو پخیر؛
یو ځل بیا دي د افغانستان غیور او خپلواک ملت ته د آزادۍ ورځ نېکمرغه وي!
د آزادۍ ورځ باید په ډېره خوښۍ، جوش، ولولو او ملي ویاړ سره ولمانځل سي؛ خو تر څنګ یې باید د خپل متعال رب دربار ته د شکر سجده هم ادا کړو، چي د آزادۍ او خپلواکۍ ستر نعمت یې راکړی دی.
همدارنګه، د هغو سرښندونکو شhیدانو اتلانو ارواحو ته د ثواب په نیت دوه رکعته نفل لمونځ تحفه کړو او دعا وکړو، چي د خپلو سرونو د قربانیو په برکت یې ګران هیواد له سختو وحشتونو او کړاونو څخه را ایستلی او موږ یې د آزادۍ د دې تاریخي ورځي لمانځلو ته رسولي یو، متعال رب دي د دوی قربانۍ په خپل عالي دربار قبولي کړي.
الله تعالی دې زموږ ګران افغانستان تل آزاد، آباد، متحد، سوکاله او دایمي په امن کي ولري.
آمین یا رب العالمین.
#بدري