03/02/2026
د نساجۍ (ټکسټایل) د صادراتي سیستمونو د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه.
یادې غونډې هدف دا و چې د صادراتي اسنادو د طی مراحلو بهیر لنډ او اسانه شي. دغه غونډه د هېواد د صادراتو په بهیر کې د ښکېلو ادارو د استازو په ګډون، د صنعت او سوداګرۍ د محترم وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هېواد د صادراتي سکتور پر ارزښت او مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دې وړاندې د صادراتي اسنادو د بهیر د لنډولو لپاره د وزیرانو د شورا په کچه څو غونډې شوې وې چې ښې او ګټورې پایلې یې لرلې. نوموړي زیاته کړه چې د دې غونډې موخه دا ده څو د صادراتي اسنادو د بهیر د لا لنډولو له لارې د هېواد له سوداګرو سره اسانتیاوې رامنځته شي.
وروسته د اړوندو ادارو استازو د خپلو ادارو کې د صادراتي اسنادو د بهیر او د هغه د مودې په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې د نساجۍ د صادراتو د سیستمونو او د یوه واحد سیستم د رامنځته کولو په اړه خپل نظرونه او تخنیکي وړاندیزونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټولې هغه ادارې چې د صادراتي اسنادو بهیر په مرحلو کې رول لري، خپلې اړتیاوې دې د مخته تګ لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره شریکې کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د ممیزو، مېوو او سبزیجاتو د صادراتو ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د تولیدوونکو او د غالیو د صادرونکو اتحادیې او د صنعتونو د پراختیا مرکز استازو ګډون کړی و.
#اقتصاد