Huda saliman farm

Huda saliman farm سلام به خدمات مرغداری خوش آمديد
تخم نطفه دار استرالوپ
تخم نطفه دار لوهمن براون
چوچه های یک روزه

 #ترکیبات دان مرغ (اجزای خوراک طیور)خوراک مرغ از منابع خوراکی متنوع گیاهی ، حیوانی و معدنی تشکیل می شود. علاوه بر این من...
13/11/2024

#ترکیبات دان مرغ (اجزای خوراک طیور)

خوراک مرغ از منابع خوراکی متنوع گیاهی ، حیوانی و معدنی تشکیل می شود. علاوه بر این منابع که بخش اعظم جیره طیور را شامل می شوند مواد افزودنی متعددی در بازار موجود است که برای بهبود عملکرد گله و به میزان اندک به خوراک افزوده می شود. مواد اولیه که برای تهیه خوراک طیور استفاده می شوند باید عاری از کپک زدگی بوده و از نظر ظاهری دارای رنگ و بوی طبیعی باشند.

از جمله موادی که در تهیه خوراک طیور کاربرد دارند می توان ذرت، گلوتن ذرت، گندم، کنجاله سویا، پودر ماهی، پودر گوشت، پودر استخوان، پریمیکس های معدنی و ویتامینه، مونو و دی کلسیم فسفات (MCP و DCP)، اسیدهای آمینه ضروری (لیزین، متیونین، ترئونین و …)، کولین کلراید، نمک، روغن، جوش شیرین و انواع افزودنی ها از جمله پروبیوتیک، آنزیم و بایندرهای گوناگون را نام برد.

ترکیبات دان مرغ
در ادامه به تعدادی از مواد خوراکی رایج در جیره طیور اشاره می شود:

د  #چرګانو د فارم جوړولدچرګانو فارم د جوړولو لپاره عمومي سپارښتنېد فارم ودانول: د چرګانو لپاره د فارم د جوړولو اصلي موخه...
11/11/2024

د #چرګانو د فارم جوړول
دچرګانو فارم د جوړولو لپاره عمومي سپارښتنې
د فارم ودانول: د چرګانو لپاره د فارم د جوړولو اصلي موخه داده چې دغه ژوي له ناسمې هوا) ډیره تودوخه، ډیر
ساړه، باد او باران( او همدا شان د وحشي ژوو له زیان څخه وساتو او په عین وخت کې هګۍ اچوونکو چرګانو ته د
هګۍ اچولو لپاره یو مناسب ځای برابر کړو.
پالن جوړونه: د فارم د ودانۍ له ډیزانه مخکې د فارم خاوند باید پرېکړه وکړي چې د کوم ډول چرګانو )هګۍ
اچوونکي او که غوښینو( د ساتلو هوډ لري او په کوم ډول یې ساتې. په عمومي توګه د چرګانو د ساتلو لپاره دوه ډوله
فارمونه شته. یو، هغه ودانۍ چې د غوښینو چرګانو د ساتنې لپاره جوړېږي یعنی تړلی سالون. او بل هغه چې د هګۍ
اچوونکو چرګانو لپاره په پام کې نیول کیږي یو تړلی سالون له بهرني انګړ سره.
د فارم طرحه یا ډیزاین: د چرګانو د روزلو لپاره د یوه فارم ښه ډیزاینول د ګڼو ستونزو مخه نیسي او د چرګانو له
روغتیا سره ستره مرسته کوي. د فارم ودانۍ باید داسي ډیزاین شي چې په معتدلو سیمو کې تودوخه وساتي او په
ګرمو ځایونو کې مناسبه هوا چرګوړو ته چمتو کړي او د زیات ګرمیدو مخه ونیسي.
د هوا د تبادلې سیستم: په فارم کې د هوا د تبادلې د یوه ښه سیستم درلودل د چرګوړو د روغتیا لپاره ډیر اړین دی.
د فارم د تودوخې درجه نه باید ډیره سړه او نه هم ډیره توده وي. د هګۍ اچوونکو چرګانو د ساتلو لپاره د داسې یو
تړلي فارم جوړول ګټور دی او سپارښتنه کیږي چې بهرنی چپریال هم ولري او د بهرني چاپیریال شاوخوا په جالیو بند
وي.
د فارم تل )الندنۍ برخه(: د فارم الندنۍ برخه باید د ۱۰ سانتي مترو په ژورتیا په داسې بڼه سمنټ شي چې اوبه یې
په آسانۍ سره ووځي. د فارم دیوالونه هم باید له ۲۰ تر ۳۰ سانتی متره پوري سیمنټ کړو او په عین وخت کی مایل
والی دغولي هم په نظر کی باید ونیول شی. د فارم د غولي او دیوالونو سیمنټ کول د فارم اینځل، پاک کول او ضد
عفوني کول آسانه کوي. که د فارم الندنۍ برخه له خاورو څخه جوړه وي نو مخکې له دې چې د چرګانو یوه نوې ډله
فارم ته راوړل شی ښه به داوي چې لومړی باید هغه زړه خاوره په نوې او پاکې خاورې بدله کړو.

10/11/2024

#دچرګانو د فارم جوړول

دچرګانو فارم د جوړولو لپاره عمومي سپارښتنې
د فارم ودانول:
د چرګانو لپاره د فارم د جوړولو اصلي موخه داده چې دغه ژوي له ناسمې هوا) ډیره تودوخه، ډیر
ساړه، باد او باران( او همدا شان د وحشي ژوو له زیان څخه وساتو او په عین وخت کې هګۍ اچوونکو چرګانو ته د
هګۍ اچولو لپاره یو مناسب ځای برابر کړو.
پلان جوړونه: د فارم د ودانۍ له ډیزانه مخکې د فارم خاوند باید پرېکړه وکړي چې د کوم ډول چرګانو )هګۍ
اچوونکي او که غوښینو( د ساتلو هوډ لري او په کوم ډول یې ساتې. په عمومي توګه د چرګانو د ساتلو لپاره دوه ډوله
فارمونه شته. یو، هغه ودانۍ چې د غوښینو چرګانو د ساتنې لپاره جوړېږي یعنی تړلی سالون. او بل هغه چې د هګۍ
اچوونکو چرګانو لپاره په پام کې نیول کیږي یو تړلی سالون له بهرني انګړ سره.
#د فارم طرحه یا ډیزاین:
د چرګانو د روزلو لپاره د یوه فارم ښه ډیزاینول د ګڼو ستونزو مخه نیسي او د چرګانو له
روغتیا سره ستره مرسته کوي. د فارم ودانۍ باید داسي ډیزاین شي چې په معتدلو سیمو کې تودوخه وساتي او په
ګرمو ځایونو کې مناسبه هوا چرګوړو ته چمتو کړي او د زیات ګرمیدو مخه ونیسي.
#د هوا د تبادلې سیستم:
په فارم کې د هوا د تبادلې د یوه ښه سیستم درلودل د چرګوړو د روغتیا لپاره ډیر ضروری دی.
د فارم د تودوخې درجه نه باید ډیره سړه او نه هم ډیره توده وي. د هګۍ اچوونکو چرګانو د ساتلو لپاره د داسې یو
تړلي فارم جوړول ګټور دی او سپارښتنه کیږي چې بهرنی چپریال هم ولري او د بهرني چاپیریال شاوخوا په جالیو بند
وي.
#د فارم تل )الندنۍ برخه:
د فارم لاندنۍ برخه باید د ۱۰ سانتي مترو په ژورتیا په داسې بڼه سمنټ شي چې اوبه یې
په آسانۍ سره ووځي. د فارم دیوالونه هم باید له ۲۰ تر ۳۰ سانتی متره پوري سیمنټ کړو او په عین وخت کی مایل
والی دغولي هم په نظر کی باید ونیول شی. د فارم د غولي او دیوالونو سیمنټ کول د فارم اینځل، پاک کول او ضد
عفوني کول آسانه کوي. که د فارم الندنۍ برخه له خاورو څخه جوړه وي نو مخکې له دې چې د چرګانو یوه نوې ډله
فارم ته راوړل شی ښه به داوي چې لومړی باید هغه زړه خاوره په نوې او پاکې خاورې بدله کړو.

#د لا زیاتو معلوماتو لپاره مونږ سره اړیکه کی شی

محترمینو:کوښښ وکړئ د ژمي تر سختو څپو پوری هفته کې یوه ورځ(جمعه) خپلو ټولو چرګانو ته پیاز کوچني کوچني میده کړئ لکه د سلات...
05/11/2024

محترمینو:
کوښښ وکړئ د ژمي تر سختو څپو پوری هفته کې یوه ورځ(جمعه) خپلو ټولو چرګانو ته پیاز کوچني کوچني میده کړئ لکه د سلاتي لپاره بیا یې چرګانو ته ورکړئ.
ان شاءالله د هګیو په زیاتوالي کې به کمۍ نه راولي او ورسره د ډیرو مرضونه سره به خپل دفاعی سیسټم فعال وساتئ.

تاسو نو داسي مکوي چې هم هګۍ روزمره ورڅخه غواړئ او هم مصرف نه په کوي.😒

 زیادتر دوستتا سوال میکنن چقسم مرغ خریداری کنیم تا تخم زیاد بته برتان معلومات واصح کوتاه و مفصل میتم تا اخر ره بخوانین و...
05/11/2024


زیادتر دوستتا سوال میکنن چقسم مرغ خریداری کنیم تا تخم زیاد بته برتان معلومات واصح کوتاه و مفصل میتم تا اخر ره بخوانین و خاطر حمایت از ما شیر کنید پست ره
#اول
مرغ ها اگر چی نظر به جنسیت تخم دهی شان فرق میکنه ولی شکل نگهداری خیلی مهم است اگر شما مرغ هایتانه به شکل خانگی نگهداری میکنین و هر چیز برش میتین هر قسم مرغ که بیگیرین به شکل عادی کلان میشه و تخمش هم نامنظم میباشه
#دوم
خاطر ازی که شما مرغ های تان درست تخم دهی کنه و اوج تخم دهی ره داشته باشین باید توسط دانه های مخصوص و و همچنان بعضا ویتامین و بعضی ترکاری و رشقه و ازی چیزا استفاده کنین تا درست رشد کنه
#سوم
مرغ ها قسمی که قبلا گفتم اگر خانگی نگهداری کنین باز توقع تخم زیاد نداشته باشین چون وقتی مرغ صنعتی نگهداری میکنین به تخم دهی نیاز به ویتامین ها و پروتین های مختلف داره هر چقه خوبتر نگهداری کنین مفاد تان بیشتر میشه

#چهارم
مرغ های که خوبش تخم دهی میکنن در قدم اول لوهمن و لگهورن قرار داره و در قدم های دوم Rir٫استارلوپ و گلدن مصری قرار داره و در اخر هم مرغ های زینتی و وطنی هستن
رده بندی مرغ هاره به شکل احتمالی نظر به معلوم خویش نمودیم امکانات کمی و زیادی و انحرافات دیش وجود دارد

من از خیلی وقت میشود که مرغ در فارم نداریم ولی هدف ما فقط خدمت شما است تا باشد نی سرتان مرغ خراب مردم زده شوه و نی تاوان کنید اگر معلومات ما خوشتان میایه در کامنت ها بنویسید و اگر شیر کردین متشکر خواهیم بود..!❤

05/11/2024

د ګمبورو ناروغې :-
قدرمنو دوستانو نن درته د چرګانو یوه بله خطرناکه ناروغی در پیژنم پدی هیله چی ویی لولۍ دغه مریضی وپیژنی او خپل فارم لدی ناروغې څخه پاک کړی :-
ګمبورو ناروغی هم یوه ویروسی شدیده ساری وژونکی او خطرناکه ناروغی ده چی د چرګانو د زیاتو تلفاتو او مړینی سبب کیږی دا ناروغی د مختلفو لارو او اجناسو څخه پیداکیږی چی وار تر پخوا یی موږ باید مخنیوی وکړو کله چی زموږ چرګان په ازاده فضا کی اوسیږی او نور الوتونکی مرغان ورته راځی زیات وخت ددغی لاری څخه مینځ ته راځی او همدارنګه د ناپاکو لوښو یعنی دانه خوری او اوبو د لوښو چی هره ورځ په مسلسل ډول ونه پریمنځل چټل وی هم ګمبورو ناروغی په فارم کی خپروی او بیا یی مخنیوی ستونځمن کیږی او همدارنګه د د چټلی ناپاکه دانی او چټلو اوبو له ورکولو څخه هم مینځ ته راځی دغه پورته ذکر شوی شیان که یو فارمدار په نظر کی ونیسی دغه ناروغی هیڅکله ستاسو فارم ته نه داخیلږی :-
د ګمبورو ناروغي نښی :-
لوړه تبه د بدن لړزیدل یا ریږدیدل د بڼکو تویدل د اشتها کموالی د اوبو کم مصرف د فشار موجودیت کریمی ته ورته سپین اسهال یی مهمی نښی دی مننه کوم خپلواک د تخمي

د هګۍ اچونکو چرګانو لپاره د هرې ورځې دانه ورکولو اندازه!!!!!!!!معمولا هګۍ ورکونکې چرګانو د زیږون د هفتې څخه تر هګۍ اچولو...
01/11/2024

د هګۍ اچونکو چرګانو لپاره د هرې ورځې دانه ورکولو اندازه!!!!!!!!
معمولا هګۍ ورکونکې چرګانو د زیږون د هفتې څخه تر هګۍ اچولو پورې باید تر خاصو شرایطو لاندې تغذیه او خپل معین مقدار دانه ورکړل شې تر څو ددوی وده او هګۍ ورکولو وخت او صحت مندې یې په سمه توکه تنظیم شې
معمولا د زېږون اوله هفته کې هګۍ ورکونکې چرګان ۱۲ ګرامه دانې ته ضرورت لرې چې اولې هفتې لپاره همدومره ورته بسنه کوې
او ورسته باید هره هفته ۵ الی ۶ ګرامه دانه زیاته شې چې تر څلورمې هفتې پورې یې د دانې مقدار ۲۹ الی ۳۰ ګرامه ته رسېږې
او په پنځمه هفته کې باید چرګوړو لپاره ۳۸ ګرامه دانه ورکړل شې او هره هفته ۷ الی ۸ ګرامه دانه زیاته شې چې تر لسمې هفتې پورې د دانې مقدار هره ورځ ۶۸ ګرامو ته رسېږې
نو ۱۱ هفته یې باید په ۷۰ ګرامه دانه شروع شې او دغه مقدار په ۱۵ هفته کې ۸۸ ګرامو ته رسېږې نو باید د هر جرګوړې وزن ۱۳۰۰ ګرامو ته ورسېږې په ۱۶ هفته کې هره ورځ ۹۲ ګرامه دانه ورکړل شې او په ۲۰ هفته کې باید ددانې اندازه ۱۱۰ ګرامه کېږې چې په دغه سن کې چرګان په هګیو راځې نو ۱۱۰ ګرامه د هګیو اچولو معیارې اندازه ده

د چرګانو په بدن کي د اوبو وظیفه:د چرګانو بدن تقریبآ پنځه شپېته فیصده له اوبه جوړ دی.۱- د بدن د حرارت د درجې په برابر سات...
31/10/2024

د چرګانو په بدن کي د اوبو وظیفه:
د چرګانو بدن تقریبآ پنځه شپېته فیصده له اوبه جوړ دی.
۱- د بدن د حرارت د درجې په برابر ساتلو کي کمک کوي.
۲- په بدن کې د فاضله موادو په انتقال کې کمک کوي او د قبضیت مخه نیسي.
۳- د چرګ په جیجوره کې دانه نرموي.
۴- په هضمي سیستم کې کمک کوي.
۶- د ویني مهمه برخه تشکیلوي.

د چرګانو روزنه

د چرګانو د روزنې اهميت:د چرګانو غوښه او هګۍ د ویټامینونو، پروټین او منرالونو تر ټولو ښه سرچینه ده. له همدې امله په کلیو ...
28/10/2024

د چرګانو د روزنې اهميت:
د چرګانو غوښه او هګۍ د ویټامینونو، پروټین او منرالونو تر ټولو ښه سرچینه ده. له همدې امله په کلیو کې باید د چرګانو واړه فارمونه ترویج شي چې خلک خپل خوراکي سیسټم پیاوړی کړي. خلک د چرګانو او د چرګانو د غوښې غوښتنه ډېره کوي له همدې امله یو ښه مارکیټ لرونکی تولید دی. همدارنګه د چرګانو له فاضله توکو څخه په کرنیزو ځمکو کې د سرې په توګه ګټه اخیستل کېدای شي. د چرګانو واړه فارمونه عاید لرونکی فعالیت دی، چې حتی ښځینه یې هم پر مخ بیولی شي. په دې ډول د کورنۍ د لګښت لپاره هم هګۍ او غوښې ته لاسرسی کېږي او هم هغه شمیر چرګان چې د کورنۍ له لګښته زیاتیږي، باید په بازار کې وپلورل شي. د چرګانو غټ فارم یوه داسې سوداګري ده، چې نورو خلکو ته هم دنده پیدا کولی شي.
له همدې امله د کرنیزو مسلکي لېسو او انسټیټوټونو زدهکوونکو او استادانو او همدارنګه کروندګرو ته اړینه ده، تر څو په عملي توګه دا زده کړي، چې څنګه د چرګانو یو فارم جوړ او اداره کړي. که د یو فارم ښه مدیریت ونشي، ډېری چرګان به د ناروغیو او یا نورو عواملو له امله له منځه لاړ شي او ډېر تاوانونه پېښېدای شي؛ نو فارم به ګټه و نه کړي.
تخنیکي مهارتونه او ښه مدیریت د چرګانو د فارم د چلولو اصلي موضوعات دي.

نطفه لرونکی او بیدون نطفه لرونکی هگی په آره دقیق معلومات
25/10/2024

نطفه لرونکی او بیدون نطفه لرونکی هگی په آره دقیق معلومات

د ټوغکي(ND) یا نیو کاستل ناروغي:هتمن يي ولولید چرګانو ټوغکی یوه ساري او ویروسي ناروغي ده، چې په فارم کې د چرګانو د مړ...
25/10/2024

د ټوغکي(ND) یا نیو کاستل ناروغي:
هتمن يي ولولی
د چرګانو ټوغکی یوه ساري او ویروسي ناروغي ده، چې په فارم کې د چرګانو د مړینې او سختې ناروغیو لامل کیږي. دا ناورغي معمولا په outbreak یا یو ځلي ډول خپرېږي.

د ناروغۍ خپریدل:
د ناروغو چرګانو د فاضله موادو او ناروغو چرګانو سره د مستقیم تماس او همداشان په ویروس د ککړو وسایلو او جامو له لیارې د فارم د ننه او بهرته لیږدیږي.

د ناروغی نښې او تشخیص:
نیوکاستل د چرګانو تنفسي، عصبي او هضمې سیستم ته په کلکه زیان رسوي. په آنی ډول په فارم کې د یو شمیر زیاتو چرګانو مړینه او یا هم په بهرنی چاپیریال کې د وحشي الووتونکو د مړو جسدونو موندل د نیوکاستل د تشخیص شکمن کلینکي علایم دي.
په کورنیو چرګانو کې کلینکي علایم په لاندې ډول دي:
1) د هګیو د تولید کمښټ
2) ستړیا او مړاوې کیدل
3) د چرګ د سر او غاړي تاویدل لکه: (په لاندې انځور کې)
4) نسناستی
5) د ستونې پړسوب (د تنفسي سیستم التهاب)
6) په وړو او لویو کولمو کې وینه بهیدنه
7)د چرګ وضعیت له مړ کېدو وروستهد غاړې کږیدل

کنترول او مخنیوی:
په صحیح توګه د واکسین تطبیق، د چاپیریال سالمه ساتنه او قرنطین کول د ناروغۍ په مخنیوي کې
ګټورې پایلې لري.

درملنه: دا یوه ویروسي ناروغي ده چې تر اوسه کوم مناسب درمل ورته نشته خو بیا هم د ویټامینونو څخه استفاده د ناروغۍ په مقابل کې د معافیت د لوړولو لپاره شاید موثر واقع شي.

د چرګانو **زوکام** (که یې د انساني زوکام سره پرتله کړو) هغه ناروغي ده چې د چرګانو تنفسي سیستم باندې تاثیر کوي، او په عمو...
25/10/2024

د چرګانو **زوکام** (که یې د انساني زوکام سره پرتله کړو) هغه ناروغي ده چې د چرګانو تنفسي سیستم باندې تاثیر کوي، او په عمومي ډول یې سبب بکتریا، ویروسونه، یا د چاپیریال ناسالم شرایط وي. د چرګانو زوکام اکثره د لاندې نښو سره مله وي:
# # # نښې:
- **ټوکۍ او ټوخي** (کوریزا یا د تنفسي لارې نښې)
- **پوزه او سترګې خړوبېدل**
- **د پزې څخه سوړ او رطوبت**
- **د غذا د خوړلو کمښت**
- **د تنفس ستونزې** (ځینې وختونه سخته تنفس)
- **خوبه (پړسوب) او سستي**
د دې نښو سبب کیدی شي:
د زوکام لپاره بهترینه دوا برومکزین ده چي پاس يي عکس شته

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Huda saliman farm posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category