Muhammad Uonas Sadiqi

Muhammad Uonas Sadiqi اسلام علیکم ملګرو پيچ درسره فالو کړي
مننه هيله کوم

پیغله واده شوه ، له خاوند سره یی ډیره مینه درلوده !هغی به تل خپل میړه سهار مهال د جماعت لمانځه ته راپاڅاوه،یوه ورځ داسی ...
06/10/2024

پیغله واده شوه ، له خاوند سره یی ډیره مینه درلوده !
هغی به تل خپل میړه سهار مهال د جماعت لمانځه ته راپاڅاوه،
یوه ورځ داسی شو چی خاوند یی له خوبه راویښ کړ خو جومات ته په تللو کی ورڅخه ځنډ وشو .
مسجد ته چی ولاړ، دلمړی جماعت لمونځ تری تیر شوی وو ، په دوهمه جمعه کی یی لمونځ اداء کړ.
د مسجد امام یی خواته ورغی، ورته ویی ویل: ته د پلانکی میړه نه یی ؟ سړی ټکان وخوړ!!
ته زما ښځه څه پیژنی ؟ دا نوم دی له کوم ځایه زده کړی؟
امام ورته وویل : په الله ج قسم چی نن می په خوب کی د لمړی جماعت لمانځه مقتدیان په جنت کی ولیدل له مونږ سره یوه ښځه هم وه ، ورڅخه می وپوښتل : راته ویل یی فلانکی یم د فلانکی میرمن یم.
سړی په منډه او خوشحالی دکور په لور راوګرځید چی خپلی ښځی ته د جنت زیری ورکړی، خو چی کور ته ننوت د خپل ژوند دملګریی حالت یی بل ډول وو !!!
هغی د کائناتو خالق ته خپل روح سپارلی وو ، او وفات شوی وه .
_____________________________
د سهار په خوب ویده انسان فکر کوی چی یوه ګړی به خوندونه واخلم او آرام به وکړم .
خو دا غریب د هغو زړونو په مزو ندی خبر چی د الله ج پر وړاندی ولاړ وی !!
که مو پوره لوستلی وئ نو کمینٹ کی ولیکی چی ولوستل شوه او د ثواب په نیت یئ درسره په خپلو گروپونو کئ شیر کڑے!
[سُوۡرَةُ إبراهیم : 40]

رَبِّ اجْعَلْنِى مُقِيمَ الصَّلٰوةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ

اې زما پروردګاره! ما د لمانځه قائموونكى وګرځوه او زما له اولاد څخه هم (داسي خلك را پورته کړه چي دغه عبادت اداء کړي) زموږ ربه! زما دُعا قبوله کړه.
شیر یې کړئ!

که مو ولوستله کمنټ کې ختمن ولیکئ چې (ولوستل شوه)
د نورو معلوماتو لپاره زما ايډى درسره ضرور فالو کړى مننه
Muhammad Uonas Sadiqi

(دمور مینه)《یوه رښتیونې کیسه》 نن یوه کاکا چې عمر یې پنځوس کاله دی د خبرو په دوران کې د مور د میني په اړوند راته داسې ووی...
05/10/2024

(دمور مینه)
《یوه رښتیونې کیسه》
نن یوه کاکا چې عمر یې پنځوس کاله دی د خبرو په دوران کې د مور د میني په اړوند راته داسې وویل: زه هر لس ورځې وروسته د خپل کارځای څخه د دوو ورځو په رخصتۍ کور ته راځم له عادت سره سم کار ته د تګ او راتګ په مهال کور کې اول د خپلې مور او بیا پلار جان د لاسونو ښکلولو لپاره د هغوی خواته ورځم؛ خو دا ځل مې زړه کې وویل چې، دا دوې ورځې رخصتي مې شپه او ورځ دخپل‌ مور په اطاق کې تیروم. لکه څنګه چې،موسم په هیواد کې تغییر کړی او هوا سړه شوي؛ نو سهار چې کله د اوداسه لپاره را پاڅیدم د اوداسه په ځای کې تودې اوبه او لاس پاک تیار راته اېښودل شوی و زړه مې را ډک شو؛ خو بیرته مې ځان ټینګ کړ اودس مې وکړ لاس مخ مې وچ کړل ګورم چې بوټونه مې نشته یوخوا، او بل خوا ګورم؛ مور مې راته غږ کړ:بچی جانه بوټونه دې ما خپلې بړستنې کې پټ کړل تر څو تاوده شي او ستا پښې تودې وساتي نور مې حوصله له لاسه ورکړه او یوه چیغه را څخه ووته او لکه ماشوم په بغارو شوم مور مې وار خطا شو زه ژر د هغې په پښو پرېوتم او ورته مې وویل مورجانې زه اوس دلمسو بابا یم او ته لاهم ماته د وړوکې ماشوم خیال کوې؟
اوس ستا دهوساینې وخت دی چې زه لکه د یوه غلام په څېر ستا چوپړ وکړم هغې ښکل کړم ویل یې نه بچی جانه ستا عمر کم دی اوس هم ماته لکه ...【 دیوه ماشوم نوم یې واخیست】په څېر یې.
په رښتیا هم چې، دمور مینه هیڅکله بدیل نلري......
Muhammad Uonas Sadiqi

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muhammad Uonas Sadiqi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category