ToLo Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ToLo, Grocers, 1, Mazar-e Sharif.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن (شنبه) د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱۲ بجې، د زېمبابوې په کوربه‌توب د درې‌اړخیزې ...
27/12/2025

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن (شنبه) د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱۲ بجې، د زېمبابوې په کوربه‌توب د درې‌اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې د پاکستان د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

دغه لوبه داسې مهال کیږي چې له کوربه زېمبابوې لوبډلې سره یې لوبه د باران له امله بې پایلې پاېته ورسېده.
#طلوع‌نیوز

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له قوله لیکلي، د وروستیو شمېرو له مخې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې تر یو ...
27/12/2025

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له قوله لیکلي، د وروستیو شمېرو له مخې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې تر یو میلیون زیات افغانان افغانستان ته راستانه شوي، خو لا هم نږدې دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

د (UNHCR) د معلوماتو له مخې، یوازې نومبر میاشت کې له ۱۷۱ زره زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې څه کم ۳۸ زره تنه د چمن او تورخم له لارو جبري راستول شوي دي.

راپورونه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاو بشري مرستې ګډوډې کړي او تګ راتګ یې محدود کړی دی.
#طلوع‌نیوز

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، عبدالباري عمر د ترکمنستان له استازو سره په کتنه کې د ټاپ پروژې پر پرمختګ هر...
27/12/2025

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، عبدالباري عمر د ترکمنستان له استازو سره په کتنه کې د ټاپ پروژې پر پرمختګ هراړخیز بحث کړی دی.

ښاغلي عمر ډاډ ورکړی چې د پروژې د مسیر نقشه وروستۍ شوې او ژر به له ترکمنستاني لوري سره شریکه شي.

هغه د ټاپي پروژې د ګازو له لارې د برېښنا تولید پر پلان هم خبرې وکړې او د ګازو د بیې د نهایي کېدو غوښتنه یې وکړه.

ترکمنستاني لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ او دغه پروژې یې د دواړو هېوادونو لپاره اړینه وبلله.
#طلوع‌نیوز

نن (شنبه) د مرغومې شپږمه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره برابر ده.شوروي ځواکونو د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د م...
27/12/2025

نن (شنبه) د مرغومې شپږمه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره برابر ده.

شوروي ځواکونو د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومې پر شپږمه پر افغانستان برید وکړ چې شاوخوا نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول خو د افغانانو د ولسي پاڅونونو او وسله‌والې مبارزې له امله اړ شول له هېواده و وځي.

د دې جګړې په لړ کې شاوخوا یو نیم میلیونه افغانان شهیدان شول.

د شوروي پوځیانو د حضور پر مهال افغان ولس له سختو قربانیو سره سره مبارزه وکړه چې په پایله کې یې زرګونه شوروي سرتېري و وژل شول او دغه یرغل له ماتې سره مخ شو.
#طلوع‌نیوز

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص ښار کې په یوه جومات کې پر لمونځ‌کوونکو شوی برید غندلی چې له ام...
27/12/2025

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص ښار کې په یوه جومات کې پر لمونځ‌کوونکو شوی برید غندلی چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د سوریې له حکومت او ولس سره یې د ټپیانو د درملنې او ملاتړ په برخو کې خپل پیوستون اعلان کړی دی.
#طلوع‌نیوز

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وايي، د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په میاشت کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲...
27/12/2025

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وايي، د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په میاشت کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲ زره او ۴۹۸ بهرنیو وګړو تګ‌راتګ ثبت شوی دی.

د ثبت شویو شمېرو له مخې، ۱۳۲۰ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۱۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي.

ډېری بهرني وګړي د نیمروز، هرات او آقینې بندرونو له لارې هېواد ته راننوتي چې له ډلې یې یو شمېر د سیاحت او نور د کار په موخه راغلي دي.
#طلوع‌نیوز

Address

1
Mazar-e Sharif

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ToLo posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category