Juma Gul Fatanwal Grocery Store

Juma Gul Fatanwal Grocery Store Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Juma Gul Fatanwal Grocery Store, Grocers, Paktika, Sharan.

نوښتګر تجارت 🥰
31/03/2026

نوښتګر تجارت 🥰

د نوښتګر تجارت دریم پړاو د کاروباریانو ترمنځ خوندوره سیالي!
دخپل دوکان یا کاروبار ځای عکس مو کمینټ کړئ.
دهر چا عکس چې ښایسته وه او زیات لایک یې واخیستل نو 500افغانۍ کریډیټ کارت به ورته لیږل کیږي او یو سپاسنر شوی اعلان به د کاروبار لپاره ورته خپریږي سپانسر شوی اعلان یعنې موږ به فیسبوک ته پیسې ورکوو او فیسبوک به اعلان تر لکونو خلکو رسوي.
شرایط:
هر ګډون کوونکی باید پیج فالو کړی پوسټ شیر کړي او تازه عکس کمینټ کړي.
وخت : تر راتلوونکی پنج شنبی ورځې 12بجې.
دپوسټ شیر کول حتمی ده

کوچنی پيل عادي مه ګڼئ، له ځان سره لوی لوی فرصتونه لري.د نن هڅه د سبا کاميابه عملي نتيجه ده.شاهد خان اياز
26/03/2026

کوچنی پيل عادي مه ګڼئ، له ځان سره لوی لوی فرصتونه لري.
د نن هڅه د سبا کاميابه عملي نتيجه ده.

شاهد خان اياز

د مالي تنګلاسيو څخه د خلاصون (7) لاري:1. د خپلي کڅوړي ډکول پیل کړئ، تاسو به اوس واياست چي هر څوک غواړي خپله کڅوړه ډکه کړ...
25/03/2026

د مالي تنګلاسيو څخه د خلاصون (7) لاري:

1. د خپلي کڅوړي ډکول پیل کړئ، تاسو به اوس واياست چي هر څوک غواړي خپله کڅوړه ډکه کړي خو څنګه يي ډکه کړي؟ تاسو خپل عايد په لسو برخو وويشئ او لسمه برخه خپله برخه وبولئ دا په دي مانا چي دا برخه به ته د راتلونکو شپږو لارو لپاره ساتي په هيڅ صورت به ددغي برخي مصرف ته لار نه جوړوي.

2. لګښتونه مو کابو کړئ. خو هغه څنګه ځيني خلک وايي چي زما عايد دونه دي چي ضروريات پري پوره شي اما تاسو يوځل فکر وکړئ د ځينو خلکو عايد له ځينو نورو څخه کم وي او په داسي حال کي چي د همدغو کسانو اولادونه له هغه نورو څخه چي عايد زيات لري ډير وي او بيا هم د دواړو ډلو کڅوړي يوشانته تشي وي، نو خبره مي دا کوله چي که هرڅومره کم عايد ولري خو بياهم دا لسمه برخه عايد ته بچت کولای شي.

3. سپما مو دوه برابره کړئ، تاسو اوس لسمه برخه عايد بچت کړه او دا په کلاره کلاره زيات شو اخير داسي يوي اندازي ته ورسيدل چي تا يي لا له مخکي نه هيله لرله نو اوس وخت راورسيدل چي ته خپله سپما دوه برابره کړي دا سپما راواخله او په کار يي واچوه.

4. د خپلي خزاني ساتنه وکړئ، داسي نه چي تاسو خپله کڅوړه کلکه بنده کړئ چي زه د خزاني ساتنه کوم له دي نه مي مطلب هغه پورتنی دریم لاره ده هغه ډير فکر غواړي کله چي ته خپلي سپما شوي پيسي په کار اچوي نو د هغه کار ټول اړخونه به مطالعه کوي که چيرته دومره خطر موجود وه چي ستا ټوله سپما له منځه وړي نو دا معقول کار نده چي ته خپله سپما (خزانه) په خطر کي واچوي. په هغه دريم لاره کي يواځي په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوئ له باتجربه او پوهو خلکو سره مشوره وکړئ ځکه دا کار اکثره وخت وړيا وي خو ارزښت يي کله ناکله ستا له ټولي سرمايي سره برابريدای شي.

5. په استوګنځي پانګونه، هر څوک له لسو څخه په نهو برخو عايد باندي خپل ژوند ښه پر مخ وړلای شي اوس که څوک وتوانيږي چي ورځنۍ اړتياوو ته له زيان رسولو پرته له هغه نهو برخو څخه په يوڅه پيسو يو کاروبار برابر کړي نو دده اقتصاد به نور هم په چټکئ سره مخته لاړ شي نو له دي وروسته تاسو لمړی دا کار وکړئ چي خپل شخصي کور ولرئ او له کرايي والا څخه ځان خلاص کړئ په دي کار کي تاسو له يوچانه قرض هم اخيستلای شئ چي وروسته به هغه پيسي چي کرايه مو ورکوله مخکي اوس يي همدي نفر ته سپموئ چي قرض مو ورنه اخيستی.

6. د راتلونکي غم مو وخورئ، د هر انسان ژوند له ماشومتوبه پیل او تر بوډاتوبه دوام کوي مګر دا چي څښتن يي تر وخت وړاندي هغه نړۍ ته وروغواړي دا د ژوند لاره ده هيڅوک نشي تري ګرځیدلی. لنډه يي دا چي اخير به هم داسي وخت راځي چي نور به د ګټي وټي له توان څخه لویدلی يي نو هغه وخت پوري بايد تا داسي کار کړی وي چي کڅوړي ته دي ګټه بغير له دي چي ته کار وکړي راروانه وي.

7. د ګټلو وړتیا مو لا زياته کړئ، له دي نه مي مطلب ستا پوهه په خپل مسلک او کسب کي ده، خپله پوهه مو زياته کړئ مطالعه وکړئ نوي تخنیکونه زده کړئ زيات کار په کم وخت کي په اساني سره دا ټول هغه څه دي چي ستا مشر به خپله ستا ماش لوړوي دي ته به ضرورت نه وي چي ته په مشر پوري وګرځي او د ماش لوړولو غوښتنه تري وکړي.

له بابل خان څخه
شاهدخان اياز

موږ دې نه یو، موږ دې مړه یو، ته دې هسک یې، اې وطنه!افغانستان ❤️❤️❤️🥰
23/03/2026

موږ دې نه یو، موږ دې مړه یو، ته دې هسک یې، اې وطنه!

افغانستان ❤️❤️❤️🥰

د ښه انسان تر ټولو لومړۍ او تر ټولو وروستۍ نښه دا ده، چې د هغو خلکو هم عزت کوي، له چا څخه چې ورته د هیڅ ډول ګټې يا فايدې...
23/03/2026

د ښه انسان تر ټولو لومړۍ او تر ټولو وروستۍ نښه دا ده، چې د هغو خلکو هم عزت کوي، له چا څخه چې ورته د هیڅ ډول ګټې يا فايدې هېڅ تمه نه وي.

🍂🍁🥀
ژوند له ميني سره 😘🥰

د مړه اس تیوري یا نظریه دا ډیره جالبه تیوري ده چې ښیې حکومتونه او ملتونه څه رقم یو واضح او ښکاره حقیقت پټوي. او په پلمو ...
23/03/2026

د مړه اس تیوري یا نظریه دا ډیره جالبه تیوري ده چې ښیې حکومتونه او ملتونه څه رقم یو واضح او ښکاره حقیقت پټوي. او په پلمو او بهانو ځان او خلک غولوي.
راځئ دلته د مړه اس تیوري تشریح کړو چې ډیره جالبه ده

که چیرته ته پوه شوې چې په یوه مړه اس سپور یې نو تر ټولو هوښیارانه عمل دادی چې سمدلاسه ترې ښکته شې او حقیقت ومنې.
خو نه ، خلک داسي نه کوي خلک حقیقت نه مني
دوی د اس لپاره نوی زین اخلي
اس ته خوراک ورکوي، چې وګوري اس څه عکس العمل ښیې
سپور بدلوي، لکه ستونزه چې په سپور کې وي
هغه کارکوونکی لیري کوي ، چې د اس ساتنه یې کوله
اوږدې اوږدې ناستي کوي ، چې مړه اس ته د حرکت ورکولو لاره وباسي.
بیا کمیټې او ډلې جوړوي چې د اس حالت وڅیړي.
څو میاشتې وروسته له څېړونو او تجربو همغه پایله اعلانوي چې له پیل نه معلومه وه یعني اس مړ دی .
خو بیا ی هم نه مني
ځي او اس له نورو اسونو سره پرتله کوي، او یو دلیل ورته پیدا کوي چې د مړ کلیمه پکې پټه کړي
تر دې حده له حقیقته انکار کوي چې د مړ کلیمه په بیلابیلو شکلونو بدلوي.

نو خبره مې دا کوله چې ، خلک هیڅ حقیقت نه مني، بلکي په خوږو خیالونو کې پاتي کیدل غواړي .
که په پیل کې حقیقت ومنو، نو خپل وخت ،انرژي او پیسې به د هغه حقیقت په پټولو نه ضایع کیږي چې له پیل نه ښکاره وي.

کاپي: Khalid Takal

د خوراکي توکو انلاين خريد په مرکز ښرنه کي !!!اوس تاسو کولای شئ چي هر ډول خوراکي توکي د جمعه ګل فطنوال خوراکه پلورنځي څخه...
16/03/2026

د خوراکي توکو انلاين خريد په مرکز ښرنه کي !!!
اوس تاسو کولای شئ چي هر ډول خوراکي توکي د جمعه ګل فطنوال خوراکه پلورنځي څخه په مناسب قيمت په انلاين او حضوري ډول ترلاسه کړئ.
د انلاين خريد لپاره له مونږ سره په لاندنيو شميرو اړيکه نيولی شئ.
د اړيکي شميره: 0775520206
واټسپ له طريقه: 0770207970

آدرس: پکتيکا ولايت مرکز ښرنه ګرديز لين فطنوال ګاز شرکت ته مخامخ جمعه ګل فطنوال خوراکه پلورنځی.

تاسو يي پيل کړئ.Shahid Khan Ayaz
08/03/2026

تاسو يي پيل کړئ.

Shahid Khan Ayaz

غواړي غوره مؤمن شي؟د نورو په غم او خپګان باندي خوشحالي مه کوه.د خلکو خوښي داسي غواړه لکه ځان ته چي يي غواړي.څنګه چي ځان ...
15/02/2026

غواړي غوره مؤمن شي؟
د نورو په غم او خپګان باندي خوشحالي مه کوه.
د خلکو خوښي داسي غواړه لکه ځان ته چي يي غواړي.
څنګه چي ځان ته کړاو، درد، او غم نه غواړي همداسي يي نورو ته هم مه غواړه.
دا د منافقت صفت ده چي د نورو په غم خوشحالي کوي او په خوښي يي خپه کيژي.

Address

Paktika
Sharan
780599AYAZ

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Juma Gul Fatanwal Grocery Store posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category