Sher Dal mukhlis official

Sher Dal mukhlis official *په ما دې ځوانه ځواني اور کړه*
په تا دی اور شي د همزولو مجلسونہ*

بعضي خلق د زر په تله انسانیت  خرڅويڅوک د مینې په بدل کې نفرت خرڅويدا دنیا د مصلحت په نوم بدله شوې دهخلک نن د خپلې مور دع...
16/07/2026

بعضي خلق د زر په تله انسانیت خرڅوي
څوک د مینې په بدل کې نفرت خرڅوي

دا دنیا د مصلحت په نوم بدله شوې ده
خلک نن د خپلې مور دعا او عزت خرڅوي

ما د درد په مدرسه کې دومره سبقونه ازده کړه
اوس مې اوښکې راته خپل راز او حکمت خرڅوي

نه مې سر د زور په وړاندې نه قلم ټیټېږي
شيردل رښتیني خلک قیمت نه غیرت خرڅوي.

ورک انسانان د خپل منزل لار لټويستړي مسافر د کومې هیلې یار لټويزموږ د قام ځوانان که علم ته مخه کړينو بیا به نه د جګړو کار...
22/06/2026

ورک انسانان د خپل منزل لار لټوي
ستړي مسافر د کومې هیلې یار لټوي

زموږ د قام ځوانان که علم ته مخه کړي
نو بیا به نه د جګړو کاروبار لټوي

د باز بچی چې د اسمان په مینه لوی شي
کله د توتکو په باغونو بهار لټوي

جرګې جرګې دي خو عمل پکې کم ښکاري
هر څوک د ځان لپاره نوی اختیار لټوي

په زړګي کې د هغې د کلي یاد ويسګي
زما نظر هماغه ښکلی دیار لټوي

شيردل وختونه د بدلون سندرې وایي
هوښیار انسان تل د رڼا سهار لټوي.

ليکوال شيرعلي مخلص چغرزوال

زمونږ په سيمو کښې رواجونه نور به وو پخواد مينې او د مخبت رنګونه نور به وو پخواسپين ږيري به د جرګو په سر درانه خکاري ده د...
16/06/2026

زمونږ په سيمو کښې رواجونه نور به وو پخوا
د مينې او د مخبت رنګونه نور به وو پخوا

سپين ږيري به د جرګو په سر درانه خکاري ده
د خلقو په زړونو کښې مقامونه نور به وو پخوا

ورور به د ورور په غم کښې شپه سبا کوله
د خپلولۍ هغه احساسونه نور به وو پخوا

په کور به راغی مېلمه تمام کور به خوشال شو
د هر سړي د زړه نياتونه نور به وو پخوا

نجونې به پړده او حيا سره ګرځېدلې خلقه
د سترګو او د مخ حجابونه نور به وو پخوا

د مور په دعا به د بچي ژوند هيسته شوو
د کور د برکت هغه سببونه نور به وو پخوا

ماشومان به د نيکونو په قيضو ويده کېدل
د شپې د ناستو خوندونه نور به وو پخوا

اوس هر سړی د اخپل ځان د پاره کشي وهي
شيردل مخلصه دخلقو اهغه خيالونه نور به وو پخوا

📝ليکوال شيردل مخلص چغرزوال
پاڼړه درسره پالو کړي مننه

15/06/2026

باچاخانه چرته ۍ بيدار شه
پښتانه مي خلق په قبلو تقسيمه وينه
انتخاب شيردل مخلص۔

15/06/2026

ما چې هر وخت د خپلوانو عزت خيال ساتلی دی
هم اهغوی زما د بدنامولو کوشش کړې
انتخاب شيردل مخلص

15/06/2026

پردي به لږ تر لږه خپل رنګ در وښایي
ځینې خپلوان په خندا شا نه په خنجر وهي
انتخاب شيردل مخلص

13/06/2026

زه مخلص به سه د پردونه ګيله وکړم
چي مي اخپلو په اور د بيلتنه سيزلے ېمه
انتخاب شيردل مخلص

کله کله غم را باندې اثر  وکړی دیار  کله وکړم په چاپسي خمار په مازېګرمانګے با ي پ سر کړو او راوانه به ګودرتهځان باي په نخ...
07/06/2026

کله کله غم را باندې اثر وکړی دیار
کله وکړم په چاپسي خمار په مازېګر

مانګے با ي پ سر کړو او راوانه به ګودرته
ځان باي په نخروکړو سينګار په مازيګر

اے خلقه نن مي پسي زړه بيا خفه خفه شو
خيال ته مي راغے يو انکار په مازيګر

نن مي بيا د بےوفا تصويرسره خبري وکړي
بيا مي شو تازه دزړه پرهر په مازيګر

ده بيخورمتي بادي چرته هيره نه کړمه
چي خفه دي راليګلي وو ريبار په مازيګر

هروخت به خنده وا خوسخالي به واشيردل
څومره به کو خوند زما اوستا ديدار په مازيګر

ليکوال شيردل مخلص چغرزوال

04/06/2026

چي به ي زمانه بغير ي زندګي ګرانه وا
اهغه به اوس ثنګ د بل په کور کي ژوند کوي
انتخاب شيردل مخلص

دا ښار مو هره ورځ په وينو سور دی عجيبه دا د هر سړي په سترګو کښې دا اور دی عجيبه داماشومان د مور له غېږې نه بارود يوړلو خ...
02/06/2026

دا ښار مو هره ورځ په وينو سور دی عجيبه دا
د هر سړي په سترګو کښې دا اور دی عجيبه دا

ماشومان د مور له غېږې نه بارود يوړلو خلقه
د وخت په لاس انسان دومره کمزور دی عجيبه دا

يو کور د وير په ټغر ناست وي بل لا اور اخلي
زمونږ په برخه تل دا دغم شور دی عجيبه دا

ته وايې چې غيرت شته پښتو مي لا ژوندۍ ده
بيا هر سړی ده ظلم ده لاسه غمخور دي غجيبه دا

يو مور د خپل زلمي تصوير ته ژاړي تر سهاره
د هرې مور په برخه دا پېغور دی عجيبه دا

شيردل ستا د وطن بچي دې ستړي ښکاري
د هر ځوان په اوږو دومره غم سور دی عجيبه دا

(📝شيردل مخبص چغرزوال)

Address

Bunerwal

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sher Dal mukhlis official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category