ښیوی ډاک قاضیانو والیبال ټیم

  • Home
  • ښیوی ډاک قاضیانو والیبال ټیم

ښیوی ډاک قاضیانو والیبال ټیم ځوانانو والیبال

13/08/2026
13/08/2026

TikTok | Make Your Day

Champions! What a performance by Spain. Congratulations to the entire team on a well-deserved FIFA final victory.A speci...
20/07/2026

Champions! What a performance by Spain. Congratulations to the entire team on a well-deserved FIFA final victory.

A special congratulations to Lamine Yamal. At such a young age, you've shown incredible talent, confidence, and maturity on the biggest stage. The future of football is shining bright.

¡Vamos España! 🇪🇸🏆⚽

13/07/2026

د میرویس عزیزي دا ښېګڼه باید هیڅکله له یاده ونه باسو. عزیزي صیب چې څومره د شاپور د مریضۍ په وخت کې مرسته کړې، بل هیچا هم نده کړې.

هر پیچکارۍ چې ۳۰ زره ډالر یې قیمت درلود څو څو دانې یې ورته ولیږلې. له ۲ لاکه ډالرو یې زیاته مرسته ورسره وکړه.
د شفاخانې ټول پاتې مصارف او بیلونه یې ورته خلاص کړل. ان اخیري چیک یې لا بانک کې پاتې شو چې غمي ته یې لېږلی وو.

نه یې ځان وښود نه یې کومه ویډیو جوړه کړه. رب دې عزیزي صېب ته اوږد عمر او لا ډېره سرمایه ورکړي.

نوټ:
د عزیزي صېب یوه لور همدا یو نیم کال مخکې له سرطان څخه مړه شوه. هغه تر اخیري حده کوشش وکړ چې شاپور وژغوري خو د الله رضا بل ډول وه.
میرویس عزيزي غواړي چې کابل کې د کېنسر روغتون هم جوړ کړي چې درملنه به پکې په بشپړ ډول وړیا وي.
داسې ریښتیني انسانان باید ډېر وستایل شي.

😢😢😢 شاپور "ځدران "😢😢😢ته د افغانستان د کرکټ یو ریښتینی اتل او بنسټ اېښودونکی وې. ستا زړورتیا، مینه او نه ستړې کېدونکې هڅې...
08/07/2026

😢😢😢 شاپور "ځدران "😢😢😢
ته د افغانستان د کرکټ یو ریښتینی اتل او بنسټ اېښودونکی وې. ستا زړورتیا، مینه او نه ستړې کېدونکې هڅې زموږ هېواد ته ویاړونه وروبښل او د افغانستان کرکټ دې نړیوال مقام ته ورساوه.
ستا نوم او ویاړونه به د افغانانو په زړونو کې تل ژوندي وي.
الله تعالی دې جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ ته دې صبر جمیل ورکړي. 🤲🇦🇫

13/05/2026
06/05/2026
فهيم (ښېوه وال)، بريدګر توپوهونکی حضرت الله ځاځی نن په 16 منډو وسوزه.فهيم قاسمي(ښېوه وال) نن لوبه کې د بند امير پر وړاند...
05/05/2026

فهيم (ښېوه وال)، بريدګر توپوهونکی حضرت الله ځاځی نن په 16 منډو وسوزه.
فهيم قاسمي(ښېوه وال) نن لوبه کې د بند امير پر وړاندې خپله لومړۍ ویکټه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بريدګر ټوپ وهونکی حضرت ځاځی وسوزه. ټوله لوبه کې یې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوزل.
د پرلپسې بریاوو په هیله دې وروره
کاپي

22/02/2026


موږ په کلکه د پاکستان له لوري پر افغانستان ترسره شوی هوايي برید غندو، چې پکې جومات او بېګناه ملکي وګړي په نښه شوي دي. دا وحشیانه عمل د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید بې سزا پاتې نه شي.
موږ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د United Nations، د International Criminal Court، او د Organization of Islamic Cooperation څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره خپلواکه او شفافه څېړنه ترسره کړي او مسؤل کسان عدالت ته راکش کړي.
که نن چوپ پاتې شو، سبا به دا ډول ظلمونه تکرار شي. د افغان ولس وینه ارزښت لري. عدالت غواړو، حساب غواړو، بندیز غواړو.




We strongly condemn the airstrike carried out by Pakistan inside Afghanistan, in which a mosque and innocent civilians were reportedly targeted. This brutal act is a clear violation of international humanitarian law and must not go unpunished.
We call on the international community, especially the United Nations, the International Criminal Court, and the Organization of Islamic Cooperation, to immediately conduct an independent and transparent investigation and ensure that those responsible are held accountable.
If the world remains silent today, such acts of violence will continue tomorrow. Afghan lives matter. We demand justice, accountability, and sanctions.


د پاکستان د هوايي برید او وحشیانه ظلم په اړه جدي غوښتنهموږ په کلکه او سختو ټکو غندو هغه وحشیانه هوايي برید چې د پاکستان ...
22/02/2026

د پاکستان د هوايي برید او وحشیانه ظلم په اړه جدي غوښتنه
موږ په کلکه او سختو ټکو غندو هغه وحشیانه هوايي برید چې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې ترسره شوی او پکې جومات او بېګناه ملکي وګړي په نښه شوي دي. دا عمل نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې یو غیرانساني او ظالمانه اقدام دی چې هېڅ توجیه نه لري.
پر جومات برید کول، چې د عبادت او سولې ځای دی، د بشریت پر وړاندې یو جرم بلل کېږي. د بې وسه ماشومانو، ښځو او عامو خلکو وینه باید بې حسابه پاتې نه شي.
موږ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوالو بنسټونو لکه د United Nations، د Organization of Islamic Cooperation، او د International Criminal Court څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې سمدستي، خپلواکه او شفافه څېړنه ترسره کړي.
که دا ډول بریدونه بې سزا پاتې شي، نو دا به په سیمه کې د لا زیاتو تاوتریخوالو سبب شي. نړیواله ټولنه باید د دې وحشیانه عمل مسؤلین حساب ته راکش کړي او پر هغوی لازم بندیزونه ولګوي، تر څو په راتلونکې کې د داسې ظالمانه کړنو مخه ونیول شي.
موږ له نړیوالو غواړو چې د افغان ولس درد واوري، د بېګناه قربانیانو غږ شي، او د عدالت د تامین لپاره عملي ګامونه واخلي.
وسلام

Address

Kuz Kunar Nangarhar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ښیوی ډاک قاضیانو والیبال ټیم posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ښیوی ډاک قاضیانو والیبال ټیم:

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Food & Beverage Service?

Share