Bakhtullah Ghani

Bakhtullah Ghani *"زه د خلکو د ستاینې نه، د الله د خوښۍ غوښتونکی یم."*
غلجی🏳️🇦🇫

بې‌حده مینهد اولاد سره مینه هغه احساس دی چې حد او سرحد نه پېژني. مور و پلار د خپلو بچیانو د خوښۍ لپاره ډېر داسې کارونه ه...
02/11/2025

بې‌حده مینه

د اولاد سره مینه هغه احساس دی چې حد او سرحد نه پېژني. مور و پلار د خپلو بچیانو د خوښۍ لپاره ډېر داسې کارونه هم کوي، چې ښایي هغوی ته پخپله نه وي خوښ. ماشومان زموږ د ژوند رڼا ده. کله چې ورسره مستي کوو او وخت ورسره تېروو، د ژوند خوږوالی ښه حسوو.

خو کله چې دا مینه زموږ د ماشوم له لارې، د نورو کوچنیو مخلوقاتو، لکه حیواناتو سره هم پیدا شي، نو هغه وخت دا مینه رښتیا هم عجیب رنګ اخلي.

نن ورځ زما زهرا، چې زړه یې ډېر نرم دی، له خپل مور سره ژړا وکړه، چې یوه پیشو (پیشوګۍ) باید کور ته راولو. موږ په پیل کې زړه نازړه وو، خو زهرا ډېره ژړلې وه، او موږ هم دا مینه درک کړه.

بیا مې یوه وړوکې، خو ډېره نازک پیشوګۍ راوړه. ښه مو پرې شامپو وکاروله، پاکه مو کړه، لمر ته مو کېنوله، ترڅو ښه وچه شي. اوس زهرا ورسره ساعتونه مستۍ کوي، خنداګانې کوي، او کوټه یې ورته ځانګړې کړې ده.

موږ اوس نه یوازې د زهرا خیال ساتو، بلکې د دې وړې پیشو هم ښه خیال کوو؛ هم د هغې خوراک، هم پاکوالی. ځکه پوهېږو چې د اولاد خوښي زموږ خوښي ده
هر وخت چې موږ په کور کې څه خوراک وکړو، زهرا وايي: 'دا هم پیشو ته ورکړئ
زهرا ډېره زړه‌سوانده او بې‌حده هوښیاره نجلۍ ده

غم نداری، بز بخان

د اولاد مینهزهرا
01/11/2025

د اولاد مینه
زهرا

01/11/2023

په نړۍ کی شپږ غوره ډاکتران....
1. The sun لمـــر
2. Rest استراحت کول
3. Exercise تمرین کول
4. Diet پرهیــــزکول
5. Self-respect دځان خیال ساتل
6. Friends ملګري

01/11/2023

*⭕️ طبی عمومی معلومات :*

*1 - که غواړئ اعصاب مو آرامه وي ، حافظه مو قوي وی ، دماغ مو فعال وي : په 24 ساعتونو یعنی یوه شپه او ورځ کې 8 ساعته خوب خامخا کوئ .*

*2 - چنجیان په ماشومانو کې څه ستونزه زېږوي ؟ ځواب : سوتغذیه رامنځته کوي ، که انتان سږو ته مهاجرت وُکړي ، ټوخي رامنځته کوي .*

*3 - ساينسپوهان وايي د ورځې يو موټی وچه مېوه د ژور خپګان کموالي کې 17 % مرسته کولی شي .*

*دوی موندلې هغوی چې 30 ګرامه غوزان ، بادام ، پسته خوري ،*

*4 - ښايي د خپګان ضد درمل لږ وخوري يا دې په خپګان اخته شي . دوی باور کوي د وچې مېوې اِلتهاب ضد توکي ښايي پر رواني روغتيا ښه اغېز ولري .*

*بس چې له خوراک وروسته بیا غاښونه هم پاک کړئ چې د وریو مشکل درته پیدا نشي .*

*5 - تي رودونکو ماشومانو لپاره غوا شیدې هم ګټورې ندي؛ دغه شیدې دوی کې د نس (خیټې، کولمو) درد او کم خونۍ لامل ګرځي .*

*6 - د شاک په مرحله کې تر ټولو وژونکي فکتور د زړه د وظیفی خرابوالی څخه عبارت دی .*

01/11/2023

دکوم گروپ وينه لرونکي کسانو واده خطرناکه دى؟

دواده په موضوع کي دويني دګروپونو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت +Rh وى واده کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دي.

کله چه يو منفى Rh- ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh+ ګروپ سره واده وکړي نو ددوى راتلونکى ماشوم دوه حالته امکان لري:

۱- که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه واده سره وکړى څه بايد وشى؟

دحامله توب د 26 - 28 هفتو په منځ کي د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟

که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه پيچکارى چه د RhD Immune globulin يا RhoGAM په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى پيچکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وي.
#

01/11/2023

دا شربت وڅکئ او جنسي قوت مو دوه چنده زیات کړئ له خپلو نورو ملګرو سره یی حتماً شريک کړي تازه طبي څېړنې ښيې چې په ټوله نړۍ کې ۷۶ سلنه خلک په جنسي ضعف اخته دي. که تاسې هم ورته مشکل لرئ نو په دې طريقه يې حل کړئ. ۱ــ منظم او ډير مقاربت کول ځکه هر څومره چې ژر ژر کوروالی ترسره شي هغومره ورسره د انزال عمليه کې ښکېل اعصاب قوي کيږي.
۲ــ سګريټ پرېښودل ځکه سګريټ نيکوتين لري او نيکوتي په رګونو کې رسوب کوي رګونه تنګوي، ورسره د وينې جريان کميږي چې بيا الت مو نه سختيږي. ۳ــ د ښځې لخوا مېړه ته ډاډ او جرات ورکول ځکه ميرمن بايد مېړه ته د جنسي ضعف پيغور ورنه کړي ۴ــ د خيټې وازدې يا چربي ويلي کول ځکه د خيټې شاوخوا وازدې د انسان نارينه هورمون کموي. ۵ــ د شپې کافي اندازه خوب
کول، ځکه که څوک له نارمل اندازې یعنې له اته ساعتونو کم خوب وکړي نو له لسو تر پنځلس سلنه يې د نارينه هورمون (ټيسټسټرون) کميږي او بيا په جنسي ضعف اخته کیږي. څنګه جنسي قوت زيات کړو؟ اړین مواد يو دانه ليمو يوه
هندواڼه يو دانه آنار يو پلی هوګه جوړولو طریق: هندواټه ټوټه ټوټه کړئ داسې چې د بېخ سپين ځای يې ورسره راواخلئ، تور زړي ترې ليرې کړئ، بيا يې دا ټوټې په جوسر (د

01/11/2023

دهډوکو کمزوري د څه شي څخه پیداکېږي؟

په هډوکو کې د کلسیم د تراکم کمښت او د هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی چې د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو سبب ګرځي.
لاملونه:
۱- د اوږدې مودې لپاره په خوړو کې د کلسیم او پروټین کموالی.
۲-په ښځو کې د عقامت(شنډتوب) نه وروسته د استروجن کموالی.
۳- په ورځني چارو کې د فعالیت، ورزش او حرکاتو کموالی.
۴- په خوړو کې د وېټامین سي او ډي کموالی.
۵- د سګرېټو او الکولو استعمال.
۶- کورټیکوسټېرویډ دواګانو دوامداره استعمال.
۷- د تایروید غدې(جاغور) زیات فعالیت.
۸- سرطاني ناروغۍ.
۹- ارثیت یانې د کورنۍ په نورو غړو کې د ورته ستونزې شتون.

تشدیدوونکي لاملونه:
۱- د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل.
۲- د سرطان د درملنې له پاره راډیوتراپي.
۳- خوړو کې د کلسیم، پروټین او ویټامینونو کموالی.
۴- الکول او سګرېټ استعمالول(د هډوکو کمزوري دوه چنده کوي.)

نښې:
۱- د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس.
۲- په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد پیداکېدل.
۳- د ملا د تیر د بڼې بدلېدل.
۴- د عادي ګوزار(ضربه) سره د هډوکو ماتېدل.
۵- د هډوکو ځواک له لاسه ورکول.

مخنیوی او درملنه:
۱- د شېدو،مستو او پنېرو ډېر خوړل.
۲- په یوه ورځ کې په وقایوي ډول د ۱۵۰۰ ملي ګرامو کلسیم اخستل.
۳- ورزش کول او پلی تګ کول.
۴- الکول او سګرېټ پرېښودل.
۵- د کار او تګ په وخت کې ډېر احتیاط کول، تر څو د غورځېدو او د هډوکو د ماتېدو مخه ونیول شي.
۶- د بدن د وزن د زیاتوالي په صورت کې د وزن کمول.
۷- د درد د کمولو لپاره غړو ته ګرم ټکور ورکړﺉ
۸- هره دوا د ډاکټر په مشوره استعمال کړﺉ.

01/11/2023

د تندي او مخ کونځي !

#لاملونه:

۱ – د لمر وړانګي
د لمر وړانکي نه یوازي ستاسو د مخ یا تندي په ګونځو کې مهم رول لري، بلکي کیدای سي ستاسو د مخ د پوست د سرطان لامل هم وګرځي، نو د لمر په وړاندي تر ګرځیدلو مخکي باید د لمر ضد کریم وکاروی، پدې ډول به وتوانیږی پوست ته مو د رسېدونکي زیان او د ګونځو د زیاتېدو کچه را کمه کړی.

۲ – د سګریټو څکول:
د تندي او مخ د ګونځو د پراختیا تر ټولو لوی عامل د سګریټو څکول دي، ځکه په سګریټو کې موجود نیکوتین د ظاهري زړتوب اصلي عامل بلل کیږي، نو اړینه ده چې دغه ناوړه عادت ژر تر ژره پرېښودل سي.

۳ – د خوب نشتوالی:
که چيري تاسو په کافي اندازه خوب ونه کړی، نو ستاسو بدن نسي کولای چې ستاسو د بدن مړې حجرې را ژوندۍ کړي، نو ځکه تاسو باید د شپږ څخه تر اته ۶-۸ ساعتو پوري په شپه او ورځ کې خوب وکړی نو پدې ډول سره به د ګونځو د پراختیا مخنیوی وکړی.

۴ –د نلونو په اوبو زیات مخ پریمنځل:
د هغه نلونو د اوبو څخه باید په زیاته اندازه د مخ پریمنځلو لپاره کار وا نه خیستل سي چې د اوبو ذخیره ور څخه لیري وي، ځکه چې دغه اوبه د زیات وخت لپاره په نلونو کې وي او کیدای سي په زهرجنوموادوباندي ککړي وي، مګر په اوسني وخت کې دا چاره نا شونې ده چې د نلونو د اوبو څخه دي کار وانخلو خو که چیري د کوهې (څاه/برمې) تازه اوبو ته لاسرسی ولرو نو د مخ پریمنځلو لپاره باید له دې اوبو څخه ګټه واخلو، او همدارنګه د ډول ډول صابونونو استعمال هم ستاسو د مخ طبعي غوړ له منځه وړي نو باید په مخ پریمنځلو کې مو له ‌ډیر احتیاط څخه کار واخلی او په ډیرو تيزابي خاصيت لرونکو صابونونو مخ ونه مینځی او تر مینځلو وروسته باید پاک دستمال(ځان پاک) باندې خپل مخ وچ کړی.

#حل #لاري:

۱ – د مطالعي طرز موسم کړی:
کتاب ډیر له نږدي مه لولی که چیری په لیدولو کې کومه ستونزه ولری نو کوښښ وکړی چې د سترګو پر نمبر مو برابري عینکي وکاروی، ځکه کتاب ته ډیر نږدې کتل هم ستاسو د تندي او مخ د ګونځوپه پراختياکي مهم رول لري.

۲ – د لمر ضد عینکي وکاروی:
د لمر ضد عینکي استعمالول ستاسو د مخ د ګونځو د پراختیا مخنیوی کوي.

۳ – منظم تمرین وکړی:
په ورځ کې ۳۰ دقیقی قدم ووهی او ددې سره، سره په اونۍ کې یوه ورځ لږ سخت تمرین وکړی که شوني وي پر سر ودریږی ځکه پر سر دریدل ستاسو د بدن عضلات دې ته مجبوروي چې استراحت وکړي.

۴ – منظم غذائي رژیم:
یو متوازن غذائي رژیم ستاسو د ټول وجود د سالم والي سربیره ستاسو د پوست په سالم والي کې هم مهم رول لري، کوښښ وکړی په زیاته اندازه میوه، سابه او د کب غوښه وخوری.

۵ – مستې:
مستې د ګونځو د ورکولو لپاره یو له مهمو موادو ګڼل کیږي.

تګلاره: یوه کاچوغه مستې راواخلی او یو څه اندازه میده کورکمن ورسره کډ کړی او وروسته يې دمخ په کونځو سو ځایونو ووهی.

۶ – د زیتون تیل:
د زیتون تیل یوله ډیرو ګټورو تیلو څخه ګڼل کیږي.

ګونځي سوي ځایونه د زیتون په تیلو غوړول (مساجول) د ګونځو په کمښت کي مهم رول لري.

۷ – مڼه:
یوه دانه مڼه راواخلی په اوبو کې وایشوی او تر هغه وروسته یې میده کړی، یوه کاچوغه عسل او یوه کاچوغه وچي شیدې ورسره ګډي کړی او وروسته به مخلوط سوی محلول په ګونځو سوو ځایونو ووهی.

په ورځني ژوند کې په ډیرو ساده بدلونونو سره کولای سی په ژوند کې مو ستر بدلون راولی، ځوان به ښکاره سی او پر خپل ځان به مو باور زیات سي.

01/11/2023

ایا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سر دروندوالی او سردرد لرئ؟
د نس بادونه،د نس دردونه او ددوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ؟
ایا بدن مو ګرمیږي او ورسره د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو دردونه لرئ؟
د خیټې او معدې شدید دردونه لرئ؟

د محرقې مکروب چې د salmonella typhi په نامه هم یادیږي یو ‌‌‌‌‌‌ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروبپه لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې خفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.


1-د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه
2-د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو دردونه
3-د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی
4-د سر دوامداره دردونه
5-د نس دردونه او د نس بادونه
6-دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات
7-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ
8-د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي
9-کمزوري او د وزن کمیدل
10-ساړه او پر بدن د لرزې راتګ


کله چېد محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ

01/11/2023

داحساساتو ارواپوهنه وایی ۔ ۔ ۔
هر انسان احساسات لری
او احساساتی کیږی
تاسو په خپل ژوند کی د دوست سره زیات تګ راتګ مه کوی
او خپل په پوښتنه احوال کی لږ ځنډ کوی
ځکه چی احساسات دهر انسان ژوندی پاته کیږی
او په مجلس کی خپل احساسات ورسره خوندی ساتی
او که چیری خپل احساسات نه شی کنټرول کولای لږ وقفه وکړی
او
کوم څوک چی ستاسو مقابل لوری وی
او ستاسو مخالفت کوی
دهغه په وړاندی خپل احساسات دلاسه مه ورکوی
او خپل احساسات خوندی وساتی چی ستاسو په وړاندی هغه کس له ډار څخه لیری نه سی
یعنی تاسو کولای شی چی دهغه په وړاندی همداسی خپل ځان قوی او غښتلی جوړ کړی

Address

Gardez
2201

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bakhtullah Ghani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share