خالص بابا علمي،ادبي،فرهنګي ټولنه

خالص بابا علمي،ادبي،فرهنګي ټولنه زموږ هيله به په ټولنه کی د مرحوم مولوی محمد يونس خالص بابا "رح" لارويانو او حصوصا ځوان نسل ته د بابا د افکارو او نظرياتو رسول وی.

د ننګرهار د مرکزى زندان د غونډو تالار د مرحوم محمد يونس خالص بابا رح په نوم ونومول شوو بايد د مرحوم بابا د کړو خدمتونو ل...
06/09/2026

د ننګرهار د مرکزى زندان د غونډو تالار د مرحوم محمد يونس خالص بابا رح په نوم ونومول شوو بايد د مرحوم بابا د کړو خدمتونو لا ډير قدردانې شوى واي اود ډير څه حقدار دى خو بيا هم د ننګرهار ولايت د قدرمني رهبري د مرکزى زندان د مسولينو د احساس قدردانى کوو .

عزت الله عاصم صيب ليکي چې!وروستى نصخت۔ ۔:مولوي محمد يونس خالص بابا (رحمه الله): هغه څوک چې هيڅکله يې له حقیقت څخه لاس په...
28/07/2026

عزت الله عاصم صيب ليکي چې!
وروستى نصخت۔ ۔:
مولوي محمد يونس خالص بابا (رحمه الله): هغه څوک چې هيڅکله يې له حقیقت څخه لاس په سر نه شو. هغه څوک چې يوه تکړه ليکوال، شاعر، ژباړن، ژورنالست او حکيم و.
هغه څوک، چې د یوه ځانګړي سبک (مکتب) څښتن و. هغه څوک چې تل يې د قرانکريم تلاوت پر ژبه و. د بابا له ملګرو يو څو تنو هم د بابا دا عادت درلوده، د هغو له جملې چې ماته معلوم و مرحوم قاري صاحب محمود شاه و.
د بابا د نورو نېږدې او لرو ملګرو ټول عادت بابا ته و. د هغو له جملې څوک وفات او څوک ژوندي دي، خو عادات يې تل ژوندي دي. بابا همیش کوښښ کړی، چې د خپل ولس ترمنځ تفرق، بدنيتي، جنجالونه او فکري تنوع رامنځته نه کړي له ښه مرغه الله (ج) د ده دا ارزو قبوله کړې وه.
تل يې له خپلو دوستانو او پيژندګلو سره ښه رويه کوله.
هميش یې د يتيمانو، غریبانو او کونډو پوښتنه کوله. له هيچا یې هيڅ ډول ويره او تمعه نه لرله. يواځينۍ اسره يې خدای ج ته وه. تل يې دا فکر کاوه، چې زموږ راتلونکي نسلونه په سپيڅلي اسلامي فکر سمبال شي او همدا یې تګلاره شي. د نورو له فکرونو آزاد شي او خپل ريښتينی اسلامي او افغاني فکر ځان کې پيدا کړي.
له بابا رحمه الله سره زما خوار بنده وروستۍ ليدنه په دوه زره يو يا دوه زره دوه کې هغه مهال وشوه، چې پېښور ته د سختې ناروغۍ له امله راوستل شوی و او بیا زمونږ کمپ ته يې تشريف راوړی و. بابا زما د مرحوم والد صاحب (شهید شیخ ملاخيل) د کورنۍ پوښتنه کړې وه. هغه وخت زه له نورو هلکانو سره د ده ليدنې ته ورغلی وم. چا ورته وويل: د شهيد شیخ صیب يو زوی دلته شته. بابا ورته وويل: ماته يې راولئ، بیا زه ورته راغلم. هغه مبارک خپلې غېږې ته نيږدې کړم او له ما يې د نوم پوښتنه وکړه. بیا يې راڅخه د ټول کور د غړو د صحت او ژوند پوښتنه وكړه. ما به ورته ځواب ورکاوه. بیا يې راته وويل: درسونه وايې؟ ما ويل هو.
زه يې په خبرو نه پوهيدم، خو محترم مولوي انورالحق مجاهد صاحب راته د ده خبره کوله او ما به اخيستله. د بابا وروستی نصیحت راته دا و: اسلامي او عصري درسونه ووايئ، قرانکريم حفظ کړئ، اسلامي کتابونه ولولئ او اسلامي مطالعه ډیره وکړئ. د بل چا د فکر او شومو موخو ښکار نشئ.
رحمه الله

ارواښاد خالـص بابا رحمه الله:اسلامي او عصري درسونه ووايئ، قرانکريم حفظ کړئ، اسلامي کتابونه ولولئ، اسلامي مطالعه ډېره وکړ...
21/07/2026

ارواښاد خالـص بابا رحمه الله:

اسلامي او عصري درسونه ووايئ، قرانکريم حفظ کړئ، اسلامي کتابونه ولولئ، اسلامي مطالعه ډېره وکړئ او د بل چا د فکر او شومو موخو ښکار نشئ!

د خالص بابا رحمه الله د شلم تلین په مناسبتد خالص بابا رحمه الله د شلم تلین په مناسبت به مو د هیوادوالو له خولو د هغه د س...
21/07/2026

د خالص بابا رحمه الله د شلم تلین په مناسبت

د خالص بابا رحمه الله د شلم تلین په مناسبت به مو د هیوادوالو له خولو د هغه د سپېڅلي ژوند، اخلاص، تقوا، زهد او غوره اخلاقو په اړه ډېرې ښې خبرې او نیک نظرونه اورېدلي وي. د هغه د ژوند یوه ستره ځانګړنه دا وه چې نه یوازې دوستانو پرې د خیر شاهدي ورکوله، بلکې مخالفینو هم د هغه د شخصیت او امانتدارۍ په اړه د منفي خبرې کولو څه نه لرل.

همداسې پاک او باعزته ژوند په شعارونو نه، بلکې په قربانۍ ترلاسه کېږي. تر ټولو ستره قرباني د نفس ماتول دي؛ د نفس غوښتنو ته «نه» ویل، د دنیا د فاني خوندونو پر ځای د الله تعالی رضا غوره کول، او د اسلام د سپېڅلي دین لارښوونو ته غاړه ایښودل دي.

هغه څوک چې خپل نفس مهار کړي، الله تعالی یې عزت لوړوي، د خلکو په زړونو کې ورته مینه پیدا کوي او د دنیا او آخرت دواړو کامیابي ور په برخه کوي.

راځئ، د ژوند پاتې ورځې د اسلام د سپېڅلي دین په چوکاټ کې، په اخلاص، تقوا، نیکو اخلاقو او صالحو اعمالو تېرې کړو، څو مو هم دنیا ښکلې شي او هم آخرت مو روښانه او بریالی وي.

ستاسو مجاهد ورور
ضیاءالرحمن رحماني

مولوي محمد یونس خالص د وسله والې جهادي مبارزې تر څنګ د ادبیاتو  نازکه او ظریفه ژبه د جهاد ډګر د تود ساتلو له پاره په ولس...
20/07/2026

مولوي محمد یونس خالص د وسله والې جهادي مبارزې تر څنګ د ادبیاتو نازکه او ظریفه ژبه د جهاد ډګر د تود ساتلو له پاره په ولسي او استادانه ډول کارولې ده.
د خالص بابا نظمي لیکنو کې ریالستیک طنز را ته ډېر خوند راکوي.
پوهنوال صديقمل

مرحوم خالص بابا د تورې او قلم ممتاز استاد وو!نن د چنګاښ ۲۹مه د ستر جهادي رهبر ، دیني عالم، لیکوال، ادیب او لوی مصلح اروا...
20/07/2026

مرحوم خالص بابا د تورې او قلم ممتاز استاد وو!

نن د چنګاښ ۲۹مه د ستر جهادي رهبر ، دیني عالم، لیکوال، ادیب او لوی مصلح ارواښاد مولوي محمد یونس خالص رحمه الله د وفات له شلم تلین سره برابره ده.

‎ارواښاد مولوي محمد یونس خالص رحمه الله د افغانستان د معاصر تاریخ له هغو اغېزناکو شخصیتونو څخه و، چې خپل ټول عمر یې د دین، هېواد او ولس د خدمت لپاره وقف کړی و.

‎هغه یو مدبر، ثابت قدم، متواضع، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن رهبر و، چې د علم، قلم او مبارزې ځانګړی امتزاج یې په شخصیت کې څرګند و.

‎په یوه لاس یې قلم او په بل لاس یې ټوپک چالاوه، د سنګر او ممبر شخص وو.

‎خالص بابا د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د افغان جهاد له مخکښو مشرانو څخه و او د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې پر خپل دریځ ثابت پاتې شو او یو اینچ ترې په شا نشو.

‎ په ۱۳۸۰ه ل کال د تلې په ۱۵ مه نیټه کله چې امریکایي اشغالګرو ځواکونو زموږ په هیواد یرغل وکړ مرحوم خالص بابا یې په وړاندې د جهاد اعلان و کړ او ټول افغانان یې د امریکا پر وړاندې جهاد ته راوبلل.

‎هغه په خپلو ویناوو او پیغامونو کې د افغانستان د خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي حاکمیت د ساتنې غږ پورته کاوه او باور یې درلود چې د هېواد برخلیک باید یوازې د افغانانو په لاس وټاکل شي.

‎سره له دې، ارواښاد خالص بابا د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو مخالف و، هغه تل د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او تفاهم غوښتونکی و او هڅه یې کوله چې خپل ملګري له کورنیو شخړو او وینې تویونې څخه لرې وساتي.

‎ د ده دا دریځ د هغه د لرلید، تدبر او د ولس پر وړاندې د ژور احساس څرګندونه کوي.
‎خالص بابا یوازې یو جهادي رهبر نه و، بلکې یو ستر دیني عالم، تکړه لیکوال او ستر ادیب هم و.

‎د اسلامي علومو، تفسیر، فقه، ادب او سیاست په برخو کې یې ګڼ شمېر علمي، دیني او ادبي آثار لیکلي او ژباړلي، چې لا هم د علم او ادب د مینه‌والو لپاره ارزښتناک میراث ګڼل کېږي.

‎د هغه د لیکنو ژبه روانه، اغېزناکه او له علمي ژورتیا ډکه وه.
‎هغه د هېواد له دردونو سره ژوره خواخوږي لرله او تل یې د افغانستان د عزت، خپلواکۍ، سولې او سوکالۍ لپاره هیله لرله.

‎د ساده ژوند، اخلاص، تقوا، زړورتیا او ثابت دریځ له امله یې د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای خپل کړی او همدا ځانګړنې دي چې نوم یې تر ننه د ډېرو افغانانو له خوا په درناوي او نیکۍ یادېږي.

‎الله تعالی دې ارواښاد مولوي محمد یونس خالص رحمه الله وبښي، قبر دې یې له نور څخه ډک، درجات دې یې لوړ او جنت الفردوس دې یې وروستی استوګنځای وګرځوي.
اللهم آمین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: محمد اکبر رغون

20/07/2026

د خالص بابا په اړه د تکړه شاعر اسرارالله حسن زي شعر

اکاډمیسن سید محی الدین هاشمي :لازمه ده اسلامي امارت د خالص بابا چاپ او ناچاپ اثار او لیکنې راټول او په ښه ډول تر خلکو ور...
20/07/2026

اکاډمیسن سید محی الدین هاشمي :

لازمه ده اسلامي امارت د خالص بابا چاپ او ناچاپ اثار او لیکنې راټول او په ښه ډول تر خلکو ورسوي، ځکه د خالص بابا اثار ستره علمي پانګه ده.

واقعا دا هماغه خالص دي چه په ګران هيواد کي د ارتداد د څپي توند باد ددي سبب شو چه د عالم اديب شاعر او مجاهد د القاباتو سر...
20/07/2026

واقعا دا هماغه خالص دي چه په ګران هيواد کي د ارتداد د څپي توند باد ددي سبب شو چه د عالم اديب شاعر او مجاهد د القاباتو سره بابا ته يو هنر اولقب بل هم ور پغاړه کړو چه هغه لقب د جواهر تراش يا د مرغلرو د تراشونکي لقب دي بابا په په خپل علم هنر او تدبير سره په سره انقلاب کي داسي جواهر وتراشل چه د وطن په ننګ او ناموس يي سرونه قربان کړل او د وطن د ننګ او ساتني په غلبیل کي تر اخيره پاتی شول او هيڅ قسم حوادثو او مشکلاتو د کثافاتدانۍ ته وه نه غورځول او لکه خالص همداسي خالص او ثابت ددين ساتني او وطن ساتني ته تر اخره ودريدل او واقعا چه دا هماغه خالص دي چه بعضو پيروانو يي هرڅه دده د سې څپلي مرام اومقصد او لاري څخه ځار کړل خو په ډير تآسف سره د لعلونو او مرغلرو د تراشلو او ممتازولو په دي ګرم بازار کي څه کو تي لعلونه هم د بابا د سوي ي لاندي غلي شول او لا تر اوسه هم غلي چه بعضي د وخت د زور او امتحان دسخت والي له امله لکه کوتي لال چه په دوه ګوتو کي زور شي او اوبه يي ووځي او خپل اصلي خوسا رنګ او اصلي ماهيت معلوم شول او بعضي به لا دحالاتو او قدرت هوس د کوتي لال پڅير رسوا کړي چه د خالص مسير سره هيڅ تړاو نلري دقدرت او په چوکۍ کي به يي يوه ورځ اوبه ووځي او د سړيو له قطار څخه به ووځي
نو دا هماغه خالص دي چه چا يي په ملګرتوب کي د حرامودنيا او د حراميتوب په چوکويو خرمستۍ وکړي او چا يي په مسير سرونه مال او هرڅه قربان کړل او د رب رضا يي حاصله کړه

دوکتور استاد دلاور سیلاب :خالص بابا یو فرد نه و؛ خالص بابا یو اُمت و. خالص بابا د تقلید وړ شخص دی او د قلم او تورې د توا...
20/07/2026

دوکتور استاد دلاور سیلاب :

خالص بابا یو فرد نه و؛ خالص بابا یو اُمت و. خالص بابا د تقلید وړ شخص دی او د قلم او تورې د توازن بېلګه شخصیت و.

Address

شپږمه ناحيه جلال اباد ښار ننګرهار افغانستان
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خالص بابا علمي،ادبي،فرهنګي ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category