Silent Heart

Silent Heart دلته يوازې اسلامی معلومات خپريږي.. ❤️💚

01/05/2026

لنډه کیسه هتمن یی ولولی😢

وخت حضرت عمر (رض) په مدینه منوره کې په یوه کوڅه تېرېده، ویې لیدل چې یوه ضعیفه او بوډۍ ښځه په ډېر تکلیف سره د اوبو یو دروند بوشکه په شا وړي. هغه په سختۍ ګامونه اخیستل او له ډېرې ستړیا یې ساه لنډه لنډه کېدله.
حضرت عمر (رض) چې د مړانې او سخاوت سمبول و، مخکې ورغی او په ډېره عاجزۍ یې ورته وویل:
"مورې! اجازه راکړه چې دا بوشکه زه تر کوره درته ورسوم."

بوډۍ ښځې چې حضرت عمر یې نه پیژندلو، بوشکه ورکړ. حضرت عمر (رض) بوشکه په اوږه کړ او د هغې تر کوره یې ورساوه. په لاره کې یې ترې وپوښتل: "مورې! ستا د کور نارینه چیرته دي چې ته پخپله دا دروند بوشکه وړې؟"
بوډۍ ښځې په خپګان سره وویل:
"زما مېړه د حضرت عمر په لښکر کې په یو جنګ کې شهید شوی، اوس یوازې زه یم او زما یتیمان ماشومان. هیڅوک نلرو چې مرسته راسره وکړي، نو ځکه مجبوره یم چې دا کارونه پخپله وکړم."
حضرت عمر (رض) چې دا واورېدل، زړه یې ډېر درد وکړ او په هغه شپه یې تر سهاره خوب ونه کړ. سهار وختي یې د اوړو یوه بوجۍ، غوړي او خرما راواخیستل او د هغې ښځې کور ته ورغی.
کله چې یې دروازه وټکوله، ښځې وویل: "څوک یې؟"
ده وویل: "زه همغه سړی یم چې پرون مې ستا بوشکه راوړی و، ستاسو لپاره مې لږ خواړه راوړي دي."
ښځې دروازه خلاصه کړه او په خوشالۍ یې وویل: "الله دې له تا راضي شي او زموږ او د علي ترمنځ دې الله فیصله وکړي (ځکه هغه زموږ له حاله خبر نه دی)."
حضرت عمر (رض) ورته وویل:
"خورې! زه به ستا د ماشومانو لپاره ډوډۍ پخه کړم او که ته غواړې ته یې پخه کړه زه به ماشومان وساتم."
ښځې وویل: "زه ډوډۍ ښه پخولی شم، ته ماشومان وساته."
حضرت عمر (رض) ماشومانو ته غوښه او خرما ورکول او له هغوی سره یې لوبې کولې ترڅو هغوی خوشاله شي. کله چې ښځې تنور بل کړ، حضرت عمر (رض) خپل مخ د تنور لمبو ته نږدې کړ او له ځان سره یې ویل:
"ای عمره! د اور ګرمي وڅکه! دا د هغه چا سزا ده چې د کونډو او یتیمانو له حاله غافل وي."

په همدې وخت کې یوه ګاونډۍ ښځه راغله، کله چې یې حضرت عمر (رض) وپېژانده، نو په چیغه یې وویل: "ای ښځې! توبه وباسه، ایا ته پوهیږې چې دا څوک دی؟ دا خو امیر المؤمنین حضرت عمر دی!"
بوډۍ ښځه سخته وډار شوه او په لړزېدلي غږ یې وویل: "یا امیر المؤمنینه! ما وبخښه، ما ستا بې ادبي وکړه."
حضرت عمر (رض) په ډېره نرمۍ ورته وویل:
"نه خورې! بلکې ته ما وبخښه
چې تر اوسه ستا له حاله غافل وم."

دا پورته کیسه د لوستلو وروسته خپلو ملګرو سره شریکه کړئ

_که موچیرته خوښه شوه حتمالایک وکاروه اوترملگرویی شیرکړی_
نوټ که مو پورته ليکنه پوره لوستي کمينټ خالي وليکي چي ولوستل شوه مننه ❤️
Afghan mode

01/05/2026

يو ځل حضرت ابوذر غفاري رضي الله تعالی عنه د غصي په حالت کې حضرت بلال رضي الله تعالی عنه ته پيغور ورکړ او وويل:
«اې د توري مور زويه!»
دا يوه لنډه جمله وه، خو د بلال په زړه د تير په څېر ولګېده.
حضرت بلال، هغه بلال چې د اذان غږ يې د آسمان دروازې ټکولې وې، دا خبره واورېده، زړه يې خفه شو، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، او د رسول الله ﷺ حضور ته ورغی.
کله چې يې کيسه وکړه، د رحمة للعالمين رنګ بدل شو
په مبارک مخ يي د غصې نښې راښکاره شوې او حضرت ابوذر ته يې وفرمايل:
«اې ابوذره! تا بلال ته د هغه د مور د رنګ پيغور ورکړي؟ دا خو د جاهليت نښه ده!»
حضرت ابوذر د دې خبري اوريدو سره رنګ پرېوت، ژړل يې پيل کړل او عاجزانه يې وويل:
«يا رسول الله، زما لپاره دعا وکړه!»
بيا پرته له ځنډه د بلال کور لوري ته روان شو، زړه يې مات له سترګو وښکي رواني او وجدان يې ملامتوه
کله چې د بلال دروازې ته ورسېد، خپل مخ يې په ځمکه کيښود او په ژړا سره يې وويل:
«په الله قسم، تر څو بلال زما پر مخ پښه کښېنږدي، زه به له ځمکې سر نه پورته کوم! اې بلاله! ته عزتمند يې او ابوذر ذليل!»
خو بلال رضي الله تعالی عنه، د زړه له سپينوالي او ايمان له عظمت سره، ژر پاڅېد، د ابوذر لاس ونيو، مخ يې ورته پورته کړ، ښکل يې کړ او وويل:
«څنګه پر هغه مخ پښه کيږدم چې الله تعالی ته سجده کوي؟»
او دواړه يو بل ته ورغاړيوتل او دواړه په ژړا شول…
اوس راځئ ورونو : ځان ته وگورو
څومره د نورو سپکاوي کوه؟
کله د مذهب په نوم، کله د سياست او ډلي ټپلي په نوم، کله د قوم، ژبې او رنګ په نوم،
کله د خپل پير، شيخ، ګوند، يا حتی د يو پوسټ او کمنټ په خاطر يو بل ته زهر ورکوو.
موږ هر يو داسې فکر کوو لکه الله تعالی چې موږ ته د تقوی او بهتري ځانګړی سند راکړی وي.
خو د تقوی نښه د بل سپکاوی نه دی، بلکې د خپل نفس ټيټول دي.
زمونږ په ژوند کې ډېر کم وخت راځي چې ووايو:
«هو، زه غلط وم.»
يا ووايو:
«بښنه غواړم.»
هغه څوک چې د بښنې جرأت کوي په اصل کې هغه د ايمان او انسانيت لوړ مقام ته رسېږي.
الله تعالی دې لومړی ما، بيا تاسو، او بيا ټول امت ته د عاجزۍ، بښنې او تقوی توفيق راکړي.

نوټ که مو پورته ليکنه پوره لوستي وي کمینټ کي خالي وليکي چي ولوستل شوه مننه ❤️
Afghan mode

01/05/2026
19/04/2026

د انسان ۹ ارمانونه په قران شريف کې ذکر شوي چې وروسته له مرګه به يي لري.
شیر کول یی صدقه یی جاریه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- *يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا*

ﮐﺎﺵ کې ! خاوری وای

(ﺳﻮﺭة النبأ‏ء 40)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲- * يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي *

کاش کې ! د اخرت لپاره مې يو څه کړي وو.

‏( ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺠﺮ 24 ‏)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۳- *يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ*

کاش کې ! اعمال نامه مې بيخي تر لاسه کړي نه وای.

(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﺤﺎﻗﺔ 25)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۴- *يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا*

ﮐﺎﺵ کې ! فلان انسان مې د ملګرتوب لپاره نه وای خوښ کړی

(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺮﻗﺎﻥ 28 )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۵- *يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا*

ﮐﺎﺵ کې !د الله او د رسول الله نافرماني مې نه وای کړي.

‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﺣﺰﺍﺏ 66)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۶- *يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا*

ﮐﺎﺵ کې ! د رسول الله پر لاره تللی وای

‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺮﻗﺎﻥ 27)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۷- *يَا لَيْتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا*

ﮐﺎﺵ کې ! زه هم له هغوی سره وای اوس به مې لویه کاميابي تر لاسه کړي وای

‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻨﺴﺎﺀ 73‏)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۸- *يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا*

ﮐﺎﺵ کې ! د خپل رب سره مې شريک نه وای نيولی.

‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻜﻬﻒ 42)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۹- *يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِين*َ

ﮐﺎﺵ کې ! کومه لار پيدا شي چی بيا دنيا ته لاړ شم ، او د خپل رب له نښانو انکار ونکړم ، او په مؤمنانو کی حساب شو.

‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﻧﻌﺎﻡ 27)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

⏳ دا هغه ارمانونه دي چې وروسته له مرګه نه پوره کيږي

الله تعالی دی مونږ ټولو ته د نيکۍ هدايت وکړي .

الله تعالی دی مونږ د هغی دنيا په ارمان کوونکو کی حساب نه کړي.
نوت که مو پورته لیکنه پوره لوستی کمینت کی ولیکی چی استغفرالله 😭
Afghan mode

19/04/2026

حضرت بلال رضی اللہ عنه څخه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه: چې تا نبي کریم ﷺ په لومړي ځل څنګه ولیده؟
بلال رضی اللہ عنه وایې: ما د مکې خلک ډېر کم پیژندل ولې چې زه غلام وم، او په عربو کې د غلامانو سره سم سلوک نه کېده د ھغوې د استطاعت څخه زیات کار به یې ترې اخیسته. نو ماته دومره وخت نه پیدا کیده چې بهر ته ووځم، او د خلکو سره ملاقاتونه وکړم، لهذا ما ته حضور پاک یا اسلام یا داسې د کوم بل څیز قطعي علم نه وو. یو ځل څه وشول چې زما سخته تبه وه مریض وم.
د سختې يخنۍ موسم وو، او انتهايي يخنۍ او تبې زه ډیر کمزوری کړم، لهذا ما لحاف واغوستو او سملاستم. دلته زما مالک راغی، او لیدل یې چې زه اوربشې اوړه کوم او کنه، ھغه زه ولیدم چی لحاف (څادر) مې اغوستی او پروت یې ولیدم ډیر زیات غصه شو، ھغه را څخه څادر کش کړ او د سزا په طور یې زما کمیس وکاږه او زه یې بھر د کوټې مخې ته کښینولم او ویې ویل اوربشې اوړه کړه.
اوس سخته يخني او تبې ھم نیولی وم، او دومره سخت کار ما ژړل او اوربشې می اوړه کولې، لږ وخت وروسته دروازه وټکیده دستک وشو، ما ورته د راتلو اجازه وکړه یو انتهایي متین او نورانې مخ واله کس راننوت او ویې ویل: ځوانه ولې ژاړي؟
ما ورته په ځواب کې وویل: ځه خپل کار کوه تاته یې څه چې زه د ھرې وجهي ژاړم دلته د پوښتنې خلک ډېر دي خو د مدد واله څوک نشته!
قصه مختصره چې بلال حضور نبی کریم ﷺ ته کافي سختې خبرې وکړي. حضور ﷺ دا خبرې واوریدې او ولاړ کله چی روان شو نو بلال وویل: بس! ما ویل کنه چې پوښتنه ھر څوک کوی خو مدد ھیڅوک نکوي.
حضور ﷺ دا خبرې اوریدې او روان وو بلال وایې: په زړه کې مې لږ امید پیدا شوی وو چې دا کس به دې څه مدد وکړي ھغه ھم ختم شو. لیکن بلال ته څه پته وه چې چا سره دده اوسنی واسطه راغله دا رحمت العالمین دی.
بلال وایې: لږ وخت وروسته ھغه سړی بیا راغی دده په یو لاس کی ګرم شوده وو او په بل کې یې کجوري وي. دې ھغه کجوري او شوده ما ته راکړل او ویې ویل: دا اوڅښکه او ویده شه.
ما ورته وویل: دا اوربشې به څوک اوړه کوي؟
که اوړه مې نکړي نو مالک به مې سھار ډیر زیات ووھې ھغه وویل: ته ویده شه دا سھر زما څخه اوړه شوي واخله.
بلال ویده شو، او نبي کریم ﷺ ټوله شپه د يو حبشي غلام لپاره میچن وچلوه.
سھار یې بلال ته اوړه شوې اوربشې ورکړي او ولاړ.
دوھمه ورځ ھم ھمداسې شیدي او دوا یې بلال ته ورکړه او ټوله شپه یې میچن اوکړ. داسې دری ورځې مسلسل یې اوړه کول تر څو چی بلال نه وو روغ شوی.
دا ھعه تعارف وو د چا په زړه کې چې لافانی عشق پیدا شو چې نن ھم بلال ته صحابې رسول وروسته اول ورته عاشق رسول وايې.
ھغه بلال کوم چی یوه ورځ یې آذان ونکه نو الله لمر د راختلو ایسار کړی وو. دې د حضور ﷺ د رحلت څخه وروسته اذان کول بند کړل ولې کله به چې په اذان کې (أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللّٰہِ) ته رسېده نو د نبي کریم ﷺ په ياد کې به سلګو ونیوه او په زار وقطار به یې ژړل.
دوستانو! روانه، روانه کې يوه اخري خبره درته کووم که دا تحریر مو ولوست او خوښ مو شو خیر په کمینټ کی ولیکی چی ولوستل شوه.
Afghan mode

19/04/2026

رسول ﷺ څه ډول سیاسیون روزلی وه ؟ :
ویل کیږی : چي خليفه عمر بن الخطاب ـ رضي الله عنه ـ دحمص دخلګوڅخه غوښتنه وکړه چي دحمص دمسکینانو اوفقیرانو نومان راته ولیکی چي دبیت المال څخه مرسته ورسره وکړم ؛ خوکله چي نومان ورته راولیږل سوه که ګوری دحمص دوالی (سعیدبن عامر) نوم هم دفقیرانو په لیست کی لیکل سوی دی .
پدغه وخت کی خلیفه زیات حیران سو !!! چي هم دحمص والی دی هم دحمص یو مسکین اوفقیر دی ، نوبیا یې دحمص دخلګوڅخه دوالی دفقر لامل وپوښتی .. هغوي جواب ورکړي چي نوموړی خپل ټول مال اودولت دحمص پرفقیرانو اومسکینانو تقسیم کړی ، اوداسی یې ویل : (زه څه وکړم چي دالله تعالی په حضور کی ددوي مسؤل یم ) بیا خلیفه دحمص دخلګو څخه پوښتنه وکړه : تاسوخوبه پروالی باندی نیوکه نلری ؟ هغوي وویل : درې نیوکې ورباندی لرو : لمړی نیوکه ؛ والی صاحب موږ ته یوازی دورځې دخوا راوزی .. دوهمه نیوکه : موږ دشپې دپلوه هیڅکله نه دی لیدلی . دریمه نیوکه : په هفته کی یوه ورځ راڅخه پټ وی اوهیڅ نه راوزی.
خو کله چي خلیفه ـ رضی الله عنه ـ دسعید بن عامرڅخه داړونده نیوکو په اړه پوښتنه وکړه : هغه وویل بلې هو امیرالمومنین دغه نیکوې ریښتیادی ؛ .. خولاملونه یې دادی : زه ځکه یوازی دورځې دمخه دولتی وظیفې ته وزم
ځکه زه چي کله دخپل کور اوکورنۍ کارونه خلاص کړم بیاوظیفې ته ځم ، ځکه مېرمن می ناروغه ده او خادم نلرم نودکورکارونه خپله کوم ..اوداچي دشپې دخلګوڅخه پټ یم ؛ هغه ددې کبله چي دورځې دخلګو خدمت کوم ، اودشپې دخپل رب ﷻ عبادت کوم اوشپه می عبادت ته ځانګړې کړېده .. اوداچي په هفته کی یوه ورځ دخلګوڅخه پټېږم ؛ هغه ددې کبله چي په هفته کی زه یوه ورځ خپلې جامې مینځم او وچوم یې ، ځکه زه دوهمه جوړه جامې نلرم !!! عمر ـ رضی الله عنه ـ چي دوالی (سعیدبن عامر ) بیان واوریدی نوډېر یې وژړل ، اوداسی یې وویل : دادرسول ﷺ درسونه دی چي نسل پرنسل یې تربیه سوېده ، چي هم دالله تعالی څخه بېریږي اوهم دهرکارمراقبت کوی .

ژباړه : Afghan mode پاڼه
که پورته لیکنه پوره لوستی وی کمینټ کی خالی ولیکی چی ولوستل شوه٠

19/04/2026

خلکو امام ابو حنیفه رحمه الله ته وویل: ستا رب په کوم
کال کې پیدا سوی؟

هغه وویل: الله د تاریخ او زمانو نه مخکې موجود دی، د هغه وجود ته هېڅ پیل نسته.

بیا امام ابو حنیفه رح پوښتنه وکړه: له څلورو نه مخکې څه دي؟
هغوی وویل: درې.

ویې پوښتل: له درې نه مخکې څه دي؟
ویې ویل: دوه.

ویې پوښتل: له دوه نه مخکې څه دي؟
ویې ویل: یو.

ویې پوښتل: له یوه نه مخکې څه دي؟
ویې ویل: هېڅ شی نسته.

نو امام ابو حنیفه رح وویل: کله چې دا عددي "یو" وي او له هغه نه مخکې هېڅ نه وي، نو څنګه به د حقیقي یو (الله) لپاره مخکې څه وي؟ الله قدیم دی، د هغه وجود ته پیل نسته.

بیا هغوی پوښتنه وکړه: ستا رب کوم لوري ته دی؟

هغه وویل: که تاسو په تیاره ځای کې څراغ ولګوئ، رڼا کوم لوري ته خپریږي؟
ویې ویل: هر لوري ته.

ویې ویل: کله چې دا مصنوعي رڼا ده، نو د اسمانونو او ځمکې د نور (الله) به څنګه وي!

بیا هغوی وویل: موږ ته د خپل رب د ذات په اړه څه را وښیه، آیا هغه لکه اوسپنه کلک دی، که لکه اوبه مایع، او که لکه لوګی او بخار ګازي؟

امام ابو حنیفه رح وویل: آیا تاسو کله د داسې ناروغ ترڅنګ کښې ناستې یاست چې د مرګ په وروستیو شیبو کې وي؟
ویې ویل: هو.

ویې پوښتل: کله چې مړ سو، آیا بیا یې له تاسو سره خبرې وکړې؟
ویې ویل: نه.

ویې پوښتل: آیا له مرګ نه مخکې خبرې کولې او حرکت یې کاوه؟
ویې ویل: هو.

ویې پوښتل: نو څه شی بدل سو؟
ویې ویل: روح یې ووت.

ویې وویل: دا روح چې ووت، تاسو یې راته وصف کړئ، آیا کلک دی لکه اوسپنه، که مایع دی لکه اوبه، او که ګاز دی لکه لوګی؟
ویې ویل: موږ یې حقیقت نه پېژنو.

نو امام ابو حنیفه رح وویل: کله چې تاسو د مخلوق (روح) حقیقت نه سئ درک کولی، نو څنګه غواړئ چې د الله تعالی ذات بیان سي؟

تفسیر کبیر لامام فخر الدین رازي!
نوټ که مو پورته ليکنه پوره لوستي کمينټ خالي وليکي چي ولوستل شوه مننه ❤️
Afghan mode

19/04/2026

(رح)
صلاح الدین ایوبي رحمه الله ته خبر و ه رسېده، چې أرناط باچا په فلسطین کې د کرک والي د مسلمانانو حاجیانو مخه نیولې، ښځې او ماشومان یې خورا په بې رحمئ سره وژني.

او دا وایي: چې محمد (صلی الله علیه وسلم) ته مو ور غږ کړئ، چې تاسو را څخه وه ژغوري!
د دې خبر په اورېدو سره، صلاح الدین ایوبي په لړزه شو، سګلۍ یې شروع سوى او دوى پرله پسې ورځې یې وه ژړل.

او بیا یې وه ویل: اې مهربانه څښتنه! ما ته اجازه راکړه، چي د محمد رسول الله(صلی علیه وسلم) په نمائنده ګۍ، د ده د امت دفاع وکړم.

دا یې تکرارول په همدې غمجن حالت کي وو.
بیا وروسته خپل لښکر ته راغی او هغوئ ته یې دا لنډه وینا وکړل:

اې د محمد(صلی الله علیه وسلم) لښکره..!
أرناط باچا د بیت الله حاجیان وژني او ظلم ور باندي کوي او د هغوۍ د ښځو او ماشومانو ویني بهوي او هغو ته وایي: چي محمد(صلی الله علیه وسلم) ته موږ ور ږغ کړئ، چي تاسو را څخه وژغوري..!
نو ما خپل نفس او روح د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د امت په دفاع او ساتنه کښي وقف کړی دی، نو په تاسو کي چي څوک غواړي چي له ما سره ولاړ سي، نو هغه دي له ما سره یو ځای سي... .
ټول لښکر یې په یوه خوله جواب ور کړ: موږ ټول تر رسول الله(صلی الله علیه وسلم) قربان یو..
نو کله چي د حطین جګړه ونښتل، سیمه د صلاح الدین ایوبي رحمه الله تر لاس لاندي سوه، أرناط باچا د ده له لوري ونیول سو.
صلاح الدین رحمه الله ورته وویل: هغه ته وې، چي ویل دي: چي محمد(صلی الله علیه وسلم) ته مو ور ږغ کړئ، چي تاسو را څخه وژغوري..!؟
هغه ځواب ورکړ: هو!
صلاح الدین ایوبي رحمه الله ورته وویل: زه فقیر مریی د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) نمائنده یم، هغه رالېږلی یم، ستا ومخ ته ولاړ یم، تر څو د رسول الله(صلی علیه وسلم) د امت ساتنه ستا د سر په پرې کولو وکړم..
او بیا یې په خپله توره، د هغه سر له تن څخه جلا کړ..!

یادونه که مو پورته لیکنه پوره لوستی کمینت کی ولیکی چی ولوستل شوه ❤️
Afghan mode

19/04/2026

پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شی!
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي د شپې پنځه کارونه وکړه، بیا وېده شه.
۱.څلور زره دیناره صدقه ورکړه، بیا ویده شه.
څلور ځلې سورت فاتحه لوستل د څلور زره دینارو صدقې برابر ثواب لري.
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣﴾ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٤﴾ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿٥﴾ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿٧﴾
۲.یو ځلې ټول قرآن کریم ولوله، بیا ویده شه
دري ځلې د سورت اخلاص لوستل د یو ځلې قرآن کریم برابر ثواب لري.
قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
۳. د جنت قیمت ورکړه، بیا وېده شه.
درې ځلې درود شریف لوستل د جنت د قیمت برابر دی.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وعلی َآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلیَ ِ إِبْرَاهِيمَ،وعلی ال ابراهیم إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وعلی َآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ،وعلی ال ابراهیم إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
۴. ددوو جګړه مارو ترمنځ سوله وکړه، بیا وېده شه.
لس ځلې استغفار ویل ددوو جګړه کوونکو ترمنځ د سولې برابر ثواب لري.
اسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ و َغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .
۵. یو ځلې حج وکړه، بیا وېده شه
څلور ځلې درېیمه کلمه لوستل د حج برابر ثواب لري.
سُبْحَان لِلّه وَ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ لآ اِلهَ اِلّا اللّهُ، وَ اللّهُ اَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلاَ قُوَّة ِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْم.
نوټ: دا د روحي سکون، ښه خوب او خوشحالۍ تر ټولو غوره درملنه هم ده.
یادونه: که چیری مو پورته لیکنه پوره لوستی وی کمینت ولیکی چی ولوستل شوه
Afghan mode

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Silent Heart posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category