وطن استرلوف او لوهمن چرګانو فارم/فارم مرغداری

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • وطن استرلوف او لوهمن چرګانو فارم/فارم مرغداری

وطن استرلوف او لوهمن چرګانو فارم/فارم مرغداری Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from وطن استرلوف او لوهمن چرګانو فارم/فارم مرغداری, Farm, Kampany Road, Kabul.

آدرس: کابل، کمپنی د قلعه عبدالعلي سیمه.
دلته واکسین شوي یو ورځني، غټ چرګوړي، د هګیو چرګې
او نطفه لرونکې تازه هګۍ په مناسب قیمت ترلاسه کولای شی!
د اړیکو شمېرې :- وتساپ -[0744406344]
تماس: [0749558666]، [0744406344]

20/05/2026

استرلوف نسل چرګوړی 🐤🐥🐣
انشالله یو څه وخت ورسته د هیواد والو په خدمت کی
په هر تعداد ...

لنډ معلومات 🐤🐣د چرګوړو ګام په ګام د فارم پاکول او ضد عفوني کول:1- په لومړي قدم کې دفارم فرش یعنی سره او ټول هغه نور ارګا...
18/05/2026

لنډ معلومات 🐤🐣
د چرګوړو ګام په ګام د فارم پاکول او ضد عفوني کول:

1- په لومړي قدم کې دفارم فرش یعنی سره او ټول هغه نور ارګانیک توکي لکه (وینه، د چرګانو مړه جسدونه او نور) باید له فارمه بهر او په یو لری ځای کې واچول شي کوم چې د راتلونکي لپاره په فارم کې د ناروغیو د خپریدو خطر ونلري. ارګانیکي توکي د نارغیو د عاملینو د ژوند کولو لپاره وړ چاپیریال دی نو ځکه باید له منځه لاړ شي. دې کړنوته وچه صفایي وایې اوتل باید مخکې له لندې صفایۍ تر سره شي.

2- وروسته له وچې صفایي د فارم ټولې برخې په اوبو لومړی لندې او بیا و اینځل شي، د لندې صفایۍ موخه دا نه ده چې یوازي فارم په اوبو لوند کړو بلکه د فارم اینځل او وچول هم د دې صفایۍ یوه برخه ده. باید د څو پایپونو پر ځای د اوبو له یوه پایپ څخه کار واخلو ترڅو ښه فشار ولري او کثافات په آسانۍ سره له فارم څخه لیرې کړي. وروسته له اینځلو فارم باید په سمه توګه وچ شي ځکه چې نمجن چاپیریال د میکروبونو د بیا ودې او تکثر لپاره شرایط چمتو کوي.

3- وروسته له پاکولو، لکه څنګه چې په انځور کې ګورۍ د خونې لاندینۍ برخه او دیوالونه باید په چونې (کلسیم هایدرواکساید) باندې چې یوه ښه ضد عفونی ماده ده، رنګ کړئ البته د یادونی وړده چه دغه چونه باید ژوندۍ وي هغه پدی مانا چه اوبه نه رسیدلې چونه وي.

4) د فارم د پاکولو ورستی ګام، د فارم د خونو ضد عفوني کول دي.( فورمولین او فورمالیکس) یادونه دغه ضد عفونی لپاره دسکش او ماسک مهم دی . یو ښه ضد عفوني کوونکې ماده ده چې په اوسني عصر کې تر ډیره د فارم د میکروبونو د خپریدو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره کارول کیږي.
وروسته له ضد عفوني کولو د ۲۴ ساعتنو لپاره د فارم کړکۍ، دروازې او آن هوا کش هم باید بند
وساتل شي تر څو د ضد عفوني پروسه په ښه توګه سرته ورسیږي.
او ورسته له 24 ساعتو دروازه کرکی خلاصی شی او تر دوو ورځو بوری د صالون یا اطاق که ښه هوا ولګیږی
او ورسته له هغی کولی شی پخل یا د لرګیو میدګی او ورسته قاغز پکی هوار کړی
او مخکی له دی چی چرګوړی صالون ته انتقال کی د صالون حرارت ورته برابر کړی یعنی 32 تر 35 سانتی ګراد

13/05/2026

د چرګوړو واکسین کول په اسانه طریقه ! 🐣🐥
د سترګی او خولی له لاری قطره یی واکسین .

🐥 د یوه ورځني چرګوړي د چرګوړو د ژوند لومړۍ ورځې ډېرې مهمې دي. که سمه پاملرنه ورته وشي، نو چرګوړي ژر وده کوي، قوي کېږي او...
09/05/2026

🐥 د یوه ورځني چرګوړي
د چرګوړو د ژوند لومړۍ ورځې ډېرې مهمې دي. که سمه پاملرنه ورته وشي، نو چرګوړي ژر وده کوي، قوي کېږي او د مړینې خطر یې کمېږي. ✅
🌡️ حرارت:
په لومړۍ اوونۍ کې 32–35°C ګرمي ضروري ده.
💡 رڼا او ځای:
24 ساعته رڼا ورکړئ او چرګوړي په پاک، وچ او بې باد ځای کې وساتئ.
🥣 خوراک او اوبه:
تل پاکې اوبه ورکړئ، او په لومړیو ورځو کې ویټامین یا شکر لرونکې اوبه د انرژۍ لپاره ګټورې دي.
💉 واکسین او حفظ الصحه:
د نیوکاسل ND+IBواکسین اوله هفته کی مهم دی، او پاکوالی د ناروغیو مخه نیسي.
⚠️ یخ، لوندوالی او خراب خوراک د چرګوړو د ناروغۍ او مرګ لوی سبب کېږي.

لنډ معلومات 🐓🐤🐣🚨 په چرګانو کې کوکسیدیوز (یا خونی پیچش یا اسهال ...)❗ مه یې له پامه غورځوئ – دا ناروغي کولی شي په څو ورځو...
06/05/2026

لنډ معلومات 🐓🐤🐣

🚨 په چرګانو کې کوکسیدیوز (یا خونی پیچش یا اسهال ...)
❗ مه یې له پامه غورځوئ – دا ناروغي کولی شي په څو ورځو کې ټول چرګان له منځه یوسي!
🦠 دا ناروغي له څه نه پیدا کېږي؟
• چټل او لمده ځای
• ککړې اوبه او خوراک(خرابه یا زړه دانه )
• د چرګانو ګڼه ګوڼه
⚠️ مهمې نښې:
• کمزوري او سستي
• وزرونه ځوړند
• بڼکې ګډې وډې
• وینه لرونکی یا اوبیز سرګین
• د تاج رنګ ژیړ کېدل
💊 درمل:
• Amprolium
🛡️ مخنیوی:
✅ ځای پاک او وچ وساتئ
✅ پاکې اوبه ورکړئ ( تازه دانه )
✅ مخنیوي دوا استعمال کړئ

کولی شي د انساني دوا څخه هم ګټه واخلي کوم چي ځيني وخت ګټه موږ ترینه اخلو او + اغیزه لري او زر ښه کیږي فلاجیل . (Flagyl)

نوټ . د ډاکتر سره مشوره اړینه ده په خپل سر درمل مه ورته ور کوي
شکیب وردگ .

لنډ معلومات 🐓🐓د چرګانو  د هګیو په باره کی  کوم نسلونه د کال څومره هګی کوی استرلوف لګهورن ...
05/05/2026

لنډ معلومات 🐓🐓

د چرګانو د هګیو په باره کی کوم نسلونه د کال څومره هګی کوی استرلوف لګهورن ...

🐔 لنډ معلومات:اصل: امریکا (USA)رودي ايلند ريدي امريكايي نسل  (RIR)رنګ: سره نصواريډول: د هګیو او غوښې دواړه نسلد هګیو تول...
29/04/2026

🐔 لنډ معلومات:

اصل: امریکا (USA)رودي ايلند ريدي امريكايي نسل (RIR)
رنګ: سره نصواري
ډول: د هګیو او غوښې دواړه نسل
د هګیو تولید: 250–300 هګۍ په کال کې
د هګۍ رنګ: نسواري
بدن: قوي او مقاوم
⏳ عمر: 5–8 کاله (د هګیو ښه تولید 2–3 کاله)
⭐ ځانګړتیاوې:
زغم لرونکی او قوي نسل
د فارم لپاره ډېر مناسب
ښه وزن او ښه هګۍ تولیدوي

📢د یو ورځنیو چرګو لپاره نوم‌لیکنه ✅ موجود نسلونه:✔️ آسترلوف (Grade A) ✔️ فیومي✔️ په هر تعداد موجود📞 د لا زیاتو معلوماتو ...
27/04/2026

📢د یو ورځنیو چرګو لپاره نوم‌لیکنه
✅ موجود نسلونه:
✔️ آسترلوف (Grade A)
✔️ فیومي
✔️ په هر تعداد موجود
📞 د لا زیاتو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسئ:
📱 واتساپ / : 0744406344
📱 تماس: 0749558666
📍 پته: کابل، افغانستان
نوټ . د چرګوړو سره سره به مسلکي مشوره هم ورکول کیږي

معلومات  🐣🐤🐥ورسته له دې، معلوماتي ویډیوګانې به په لنډ او ساده ډول چمتو شي، چې پکې به د چرګوړو ساتنه د لومړۍ ورځې څخه تر ...
24/04/2026

معلومات 🐣🐤🐥
ورسته له دې، معلوماتي ویډیوګانې به په لنډ او ساده ډول چمتو شي، چې پکې به د چرګوړو ساتنه د لومړۍ ورځې څخه تر وروستۍ مرحلې پورې په قدم په قدم ډول تشریح شي.
په دې ویډیوګانو کې به د خوراک، اوبو، تودوخې، واکسین، نظافت او عمومي پاملرنې په اړه مهم او عملي معلومات وړاندې شي، څو زموږ هیوادوال وکولای شي په اسانه توګه خپل چرګان په سمه او ګټوره طریقه وروزي.
هدف دا دی چې هر څوک، حتی په کمو امکاناتو سره هم، وکولای شی .

لوهمن براون نسل چرګې د خرڅلاو لپاره! 🐔🥚✔️ عمر: ۶ نیم میاشتنی✔️ په هګیو باندی  100 %✔️ ۹ دوره واکسینونه تطبیق شوي✔️ روغ، ...
19/04/2026

لوهمن براون نسل چرګې د خرڅلاو لپاره! 🐔🥚

✔️ عمر: ۶ نیم میاشتنی
✔️ په هګیو باندی 100 %
✔️ ۹ دوره واکسینونه تطبیق شوي
✔️ روغ، قوي او د ښه تولید ضمانت

📍 آدرس: کابل –
📞 د اړیکې شمیره: 0749558666
📲 واتساپ: 0744406344

⚠️ تعداد محدود دی.

خالص استرلوف نسل چرګوړي د خرڅلاو لپاره آماده دي تعداد محدود  واکسین شوي.100 فیصده ضمانتي جنس.د لازیاتو معلوماتو لپاره زم...
15/04/2026

خالص استرلوف نسل چرګوړي د خرڅلاو لپاره آماده دي

تعداد محدود
واکسین شوي.
100 فیصده ضمانتي جنس.

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ!

د اړیکی شمیره . 0749558666

آدرس:کابل، افغانستان.

Address

Kampany Road
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when وطن استرلوف او لوهمن چرګانو فارم/فارم مرغداری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to وطن استرلوف او لوهمن چرګانو فارم/فارم مرغداری:

Share

Category