16/10/2026
🌹 د خوښۍ نوې څپه، د دعاوو ښکلی محفل! 🌹
زما د ګران ملګري قائد د زوی، انس، د زېږون په مناسبت جوړ شوی دا مبارک محفل د خوښۍ، مینې او روحانیت له ښکلو شېبو ډک و. ❤️
د ختم القرآن په مبارکو شېبو کې علماوو کرامو د علم، دین او نصیحت رڼا خپره کړه، او د دعاوو په فضا کې د انس د روښانه راتلونکي لپاره د نېکمرغۍ هیلې وشوې. 🤲
ما هم د خپل شاعرانه احساس له مخې د ګران ملگری قائد د ګران زوی، انس، په ویاړ څو شعري کرښې وړاندې کړې، چې اوس یې د همدې ښکلو شېبو په یاد دا ویډیو له تاسو سره شریکوم.
الله تعالی دې انس د مور او پلار د سترګو یخوالی، د کورنۍ د ویاړ، د اسلام د خدمت او د ټولنې د نېکمرغۍ وسیله وګرځوي. آمین یا رب العالمین! 🤲❤️
✍️ شعر د احساس ژبه ده، او احساس د زړه هغه غږ دی چې کلونه وروسته هم ژوندی پاتې کېږي.
#
#انس