Breaking News

Breaking News 《Breaking news with us every day》
« عاجل خبرونه له موږ سره هره ورځ »
★★★★★
★ ★★★★★★★★★★
★★★★★

د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په کوټ لالو سيمه کې د ګازو او نفتو د يوې پروژې پر امنيتي ساتونکو د وسله والو بريد کې ...
20/10/2025

د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په کوټ لالو سيمه کې د ګازو او نفتو د يوې پروژې پر امنيتي ساتونکو د وسله والو بريد کې د ۴ پاکستاني عسکرو د هلاکت او د ۱۱ د ټپي کېدو راپورونه خپاره شويدي.

د پاکستاني رسنيو په حواله، بريد نن سهار شوی دی: «ياد شرکت په ساحه کې د ګازو د يو پايپ غځولو کار پر مخ وړه، چې امنيتي ساتونکي يې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.»

راپورونه وايي؛ ټپيان روغتون ته وړل شوي او د ځينو روغتيايي حالت نازک دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسئوليت پر غاړه ندی اخيستی او پاکستاني ادارو هم په دې اړه څه ندي ويلي.

د چارواکو په حواله، د پاکستان په شمال کې د سیلابونو پر مهال د اوبو د یوه زیانمن کانال د پاکولو پر وخت د ځمکې ښویېدنې له ...
11/08/2025

د چارواکو په حواله، د پاکستان په شمال کې د سیلابونو پر مهال د اوبو د یوه زیانمن کانال د پاکولو پر وخت د ځمکې ښویېدنې له امله اوه رضاکاران مړه شوي او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل چې ځانګړو ځواکونو ېې د روسیې پر یوې پوځي هوايي اډې بریدونه کړي دي. د اوکراین د پوځ په ی...
05/07/2025

د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل چې ځانګړو ځواکونو ېې د روسیې پر یوې پوځي هوايي اډې بریدونه کړي دي. د اوکراین د پوځ په یوه اعلامیه کې ويل شوي چې په دغو عملیاتو کې روسي الوتکې او د مهماتو یوه زېرمه په نخښه شوي دي.
د دې موضوع نور جزویات په لومړۍ تبصره کې لوستلی شئ:👇

25/06/2025

یوه تازه سروې ښيې چې په آلمان کې له هرو څلورو مهاجرو یو یې د دې هیواد د پریښودلو په هکله فکر کوي. د آلمان د کار فدرالي ادارې د ۵۰۰۰۰ کسانو په منځ کې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وو دغه سروې کړې چې له آلمانه د باندې زیږیدلي او دې هیواد ته راکډه شوي. په دې سروې کې چې د ۲۰۲۴م کال له دسمبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر اپریل میاشتې په منځ کې شوې هغه پناه غوښتونکي نه دي شامل چې په آلمان کې د رسمي اقامت مدرک نه لري.

25/06/2025
17/06/2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ونه لري او دا موضوع ډېره ساده ده.
هغه ټینګار وکړ چې اړتیا نشته په دې اړه تفصیل ته لاړ شي.
ټرمپ په دې اړه چې ایا غواړي د مرستیال ولسمشر او سټیو ویټکاف په مرسته ایران سره بیا خبرې پیل کړي، وویل: « تر اوسه ډاډمن نه یم، ښايي دا په دې پورې تړاو ولري چې کله بېرته راشم څه پېښ شوي دي».
هغه وویل چې د اوربند پر ځای د شخړې بشپړ او رښتینی پای غواړي، چې دا پای به یا دایمي وي یا بشپړه تسلیمي.
ټرمپ زیاته کړه چې مخکې یې ایران ته ویلي وو چې توافق وکړي، خو هغوی دې کار ته حاضر نه شول، او اوس خبرو اترو ته جوړ نه دی.
همداراز ټرمپ روښانه کړه چې دوی د اوربند په لټه کې نه دي، بلکې له هغه هم لوړ هدف لري.

د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټ...
15/06/2025

د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده.
د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه.
معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي.
چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي.
له دې وړاندې په همدې دره کې درې بیړنۍ ناستې او دوه هیلې کوپټرو سقوط کړی وو.
درې ورځې مخکې د هند په کجرات ایالت کې د یوې مسافروړنکې الوتکې د سقوط له کبله ۲۶۰ کسان ووژل شول.

14/06/2025

Big shout out to my newest top fans! ملنګ اشناء

14/06/2025

طالبان وایي چې ۱۰۰ زره امنیتي کمرې یې د کابل په ښار کې نصب کړي او له دې لارې د ټولو ځایونو امنیت څاري. خو د خلکو د خصوصي حریم د نقض کیدلو او په دې برخه کې د یوه جامع قانون د نشتوالي انديښنه په پرله پسې ډول مطرح کیږي.

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Breaking News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category