KخAن

KخAن *نه د نوم شوق لرو ، نه د مُــقام..!*
*بـس د زړه سڪـون غــــواړو ،*
*او د ربﷻرضـــا.🤍✨*









خـــــــــــــــــــــان☝️🐅

زڼوږ لوبډله د انډيا پر وړاندي A 100% win record over Afghanistan across all formats  India have come out on top against ...
21/06/2026

زڼوږ لوبډله د انډيا پر وړاندي A 100% win record over Afghanistan across all formats

India have come out on top against Afghanistan in each of their 16 encounters so far

(Cricket, CricTracker, INDvAFG, India, Afghanistan Cricket) |

شپږیزې۔۔۔۔۔۔‌ لپاره کپتانان او د ټیمونو لباس ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔وګورﺉ، 🇦🇫تاسې د کوم ۔۔۔۔۔۔۔ټیم ملاتړ کوﺉ؟ او کوم لباس ښکلی دی؟
20/06/2026

شپږیزې۔۔۔۔۔۔‌ لپاره کپتانان او د ټیمونو لباس ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔وګورﺉ، 🇦🇫تاسې د کوم ۔۔۔۔۔۔۔ټیم ملاتړ کوﺉ؟ او کوم لباس ښکلی دی؟

28/01/2026
06/01/2026

قَالُواْ سُبۡحَٰنَكَ لَا عِلۡمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمۡتَنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡحَكِيمُ
هغوی عرض وكړ: "له نيمګړتیا څخه خو پاك يوازي ستا ذات دى، موږ خو صرف دومره پوهه لرو چي تا موږ ته راكړې ده؛ په حقيقت كښي په هر څه پوهېدونكى او د حكمت خاوند يوازي همدا ته يې."
قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ.
تفسير : دحضرت آدم(عليه السلام) فضيلت: لنډه داچې حق تعالى(ج) آدم(عليه السلام) ته دهرشي نوم اودهغه حقيقت اوخاصيت، ګټه اوتاوان وروښود، اوداعلم يې بې دکلام له واسطې دالقاء په توګه ورپه زړه کړ، ځکه چې بې له علمي کمال څخه خلافت اوپه دنياباندې حکومت امکان نه درلود، وروسته له دې، ددې له پاره چې دهغه خاص حکمت اواساسي مصلحت پرښتو ته څرګند شي ددغو پاسنيو ياد شويو شيانو پوښتنه يې له پرښتو څخه وکړه چې ( که تاسې په دې خبره کې رښتيني يئ چې دخلافت دکار په پاى ته رسولو کې وړ او لائقې ياستئ نو ددې شيانو خواص اونومونه راوښيئ ! ) مګر هغوى په ځواب کې په خپل عجز او قصور اعتراف وکړ اوښې وپوهېدلې چې بې له دې عمومي معلوماتو څخه هيڅوک پرځمکه خلافت نه شي کولاى، که څه هم مونږ لږ څه عمومي معلومات لرو مګر دا زمونږ جزي معلومات ددې خبرې وړ نه دي چې دخلافت مدعيانې شو، ددې خبرې له پوهېدلو څخه وروسته ټولو په يوه غږ وويل: ( خدايه ! ستا علم او حکمت ته هيڅوک نشي رسېداى!)

31/12/2025

وَإِذۡ قَالَ رَبُّكَ لِلۡمَلَٰٓئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٞ فِي ٱلۡأَرۡضِ خَلِيفَةٗۖ قَالُوٓاْ أَتَجۡعَلُ فِيهَا مَن يُفۡسِدُ فِيهَا وَيَسۡفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحۡنُ نُسَبِّحُ بِحَمۡدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَۖ قَالَ إِنِّيٓ أَعۡلَمُ مَا لَا تَعۡلَمُونَ
او [اې پېغمبره (ص)] د هغه وخت یادونه وکړه چي كله ستا رب پرښتو ته ويلي وه: "زه په ځمكه كښي د يو خليفه پيدا كوونكى يم!" هغو عرض وكړ: "ايا ته په ځمكه كښي داسي يو څوك ټاكې، چي د هغې نظم خراب كړي او ويني توى كړي؟ - ستا له حمد او ثنا سره پاکي او ستا لپاره سپېڅلې ستاينه خو موږ بیانوو." - الله وويل: "زه په هغه څه پوهېږم چي تاسي پرې نه پوهېږئ!"
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً
تفسير : د آدم(عليه السلام) پيدايښت: دحضرت آدم(عليه السلام) دپيدايښت قصه ده چې په تفصيل سره بيان شوې ده اوهغه يې ( خليفة الله ) مقرر کړى دى، که له پخواني آيت ( خَلَقَ لَکُمْ مَافِيْ الاَرْضِ جَمِيْعًا ) څخه څوک انکار وکړي نو د آدم(عليه السلام) له قصې نه دهغه ځواب هم په ښه ډول سره ورکاوه شي.
((قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ))
تفسير : دملائکو پوښتنه اودهغې ځواب: ملائکو ته داتعجب او پوښتنه له دې امله پيداشوه چې دداسې مخلوق دپيدايښت څه ضرورت دى چې په دوى کې به مفسدين او وينې تويوونکي هم وي؟ حال داچې مونږ د ( الله تعالى(ج)) ډېرمطيع اوفرمان وړونکي بندګان يو نو زمونږ له وجود سره به ددې خليفه پيداکولو ته څه اړتيا اوضرورت وي؟ نودتعجب اواستفادې په طريقه، نه دکوم اعتراض له پاره يې داپوښتنه وکړه، پاتې شوه داخبره چې پرښتو ته دبنيادمانو احوال څرنګه څرګند شوى وو؟ په دې کې ډېر احتمالات شته، يابه يې په پېريانو باندې قياس کړى وي، يابه ( الله تعالى(ج) ) پوهولې وې، يابه يې داخبرې په لوح محفوظ کې لوستي وې، يابه پوهېدلې وي چې خليفه اوټولواک ته خو هلته ضرورت پېښيږي چې ظلم فساد اوتجاوز موجود وي، يابه دحضرت آدم(عليه السلام) دليدلو په وخت د قيافې دليدلو څخه په دې خبره پوهېدلې وي لکه چې ابليس د آدم(عليه السلام) د ليدلو په وخت کې وويل چې ( داسړى به ډېرغوليږي ) لکه چې وروسته له هغه همغسې وليدل شو.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when KخAن posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Food & Beverage Service?

Share