18/03/2026
غزل
پۀ هره خله د جنګ خبرې دي دا زړۀ مې تنګ دى
وركې د مينې ترې سندرې دي دا زړۀ مې تنګ دى
زمونږ دا ښكلې پښتونخوا چا د نظره كړله
تورې ټوپكې دي سنګرې دي دا زړۀ مې تنګ دى
زۀ د چا اوښكې ليدى نۀ شمه حساس ېمه ډېر
كۀ مسلمانې كۀ كافرې دي دا زړۀ مې تنګ دى
دلته انسان څۀ د هوا مارغان چا ونۀ بخل
چا پۀ ټوپک وشتې كونترې دي دا زړۀ مې تنګ دى
بامونه وران دي ديدنونو دلته سر خوړلى
مازيګر سپور ورانې ګودرې دي دا زړۀ مې تنګ دي
ما وې چې دا د جنت حورې پۀ دې ښآر كې څۀ كړي
چا راته وې چې دا سوالګرې دي دا زړۀ مې تنګ دى
افغانه دلته د مفادو جنګ پرون شوى دى
کلي ښارونه نن كنډرې دي دا زړۀ مې تنګ دى